د الجیریا په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله ۲۶ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی

د الجیریا هیواد په هغو ځنګلونو کې چې تونس سره نږدې سرحد لري پراخه اور لګېدنه را منځ ته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی، د اور لګېدنې دغه پېښه په ناڅاپي توګه را منځ ته شوې ده. د الجیریا د کورنیو چارو وزیر رسنیو […]

د الجیریا هیواد په هغو ځنګلونو کې چې تونس سره نږدې سرحد لري پراخه اور لګېدنه را منځ ته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی، د اور لګېدنې دغه پېښه په ناڅاپي توګه را منځ ته شوې ده.

د الجیریا د کورنیو چارو وزیر رسنیو ته ددې پېښې پر تائید سربېره ویلي، ددې خورا خونړۍ اور لګېدنې له کبله ۲۶ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.

د الجیریا د کورنیو چارو وزیر زیاتوي، له تونس سره په سرحدي سیمه کې پر ځنګلونو اور لګېدنه دوام لري، خو په وینا یې چې د کابو کولو لپاره یې له هلیکوپترو هم ګټه اخیستل شوې ده، تر څو دغه خونړی اور مهار کړي.

د راپورونو له مخې، د یادې اور لګېدنې له امله ۳۵۰ کورنۍ محفوظو سیمو ته انتقال شوي دي، د راپورونو پر اساس په شمالي الجیریا کې هر کال د اور لګېدنې پېښې را منځ ته کیږي، تېر کال هم د ورته اور لګېدنې له امله ۹۰ کسان مړه شوي وو او کابو سل زره هکتاره ځمکه اور سوځولې وه.