د اقتصاد رئیس په افغانستان کي د انټرساس موسسې له مشر ناصرالمفلحي سره وکتل

  د کندهار د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بریالي په خپل کاري دفتر کښي افغانستان کي د انټرساس ‹‹Intersos›› موسسې له مشر ناصرالمفلحي سره وکتل، چي پرمهال ئې جنوب لوېدیځه حوزه کي د انټرساس موسسې مشر جوشوا هم حضور درلود. د لیدني په پیل کښي افغانستان کي د انټرساس موسسې مشر ناصرالمفلحي کندهار کي د […]

 

د کندهار د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بریالي په خپل کاري دفتر کښي افغانستان کي د انټرساس ‹‹Intersos›› موسسې له مشر ناصرالمفلحي سره وکتل، چي پرمهال ئې جنوب لوېدیځه حوزه کي د انټرساس موسسې مشر جوشوا هم حضور درلود.

د لیدني په پیل کښي افغانستان کي د انټرساس موسسې مشر ناصرالمفلحي کندهار کي د خپلي ادارې د ټولو فعالیتونو په اړه د اقتصاد له رئیس سره معلومات شریک کړل.

وروسته د کندهار د اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالي په روغتیايي سکتور کي د انټرساس موسسې د مرستو او خدماتو څخه مننه وکړه او په افغانستان کي ئې د انټرساس موسسې له راغلي مشر څخه وغوښتل، ترڅو اداره ئې په کندهار کي په خپلو مرستو او خدماتو کي زیاتوالی راولي او زیاته ئې کړه، چي د کندهار ښار ترڅنګ باید لیري پرتو سیمو ته هم ځانګړې پاملرنه ولري.

همدا راز ښاغلي بریالي له یاد مسئول څخه وغوښتل، ترڅو د ځوانانو د استخدام په برخه کي پوره شفافیت راولي او ددې ترڅنګ لیدنه کي پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبري وسوې، چي په تړاو ئې د دوه اړخیزه همکاریو ډاډ وړاندي سو.

سې‌شنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۸