نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۱۱ مه په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو د ساتنې په موخه جوړه شوې کړنلاره تایید شوه او کانونو وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د اختلافي ټکو د حل په موخه ناسته وکړي. […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۱۱ مه په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو د ساتنې په موخه جوړه شوې کړنلاره تایید شوه او کانونو وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د اختلافي ټکو د حل په موخه ناسته وکړي. د عامه ساتنې ملي تصدي به په ټول هېواد کې د کانونو د ساتنې په موخه ځانګړې شوې قطعه لا پیاوړې او منظمه کړي، چې له مخې به یې د غیر قانوني او خپلسرو کیندنو مخنیوی وشي. د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې پرېکړه وشوه چې ارزګان ولایت ته د برېښنا رسولو په موخه دې د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري ترتیب شوی راپور، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر ته واستول شي او د هدایت مطابق دې بیا اقدام وشي. د اقتصادي کمېسیون په یاده غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت، د ارزاقو دولتي شرکت او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په ساحه کې د مېوو او سبزیو مارکېټ لپاره له ښاري اصولو سره سمه طرحه جوړه او د منظورۍ په موخه یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې په ساختماني پروژو کې د غوري او جبل السراج سیمنټو کارولو په اړه د اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون د ټولګټو، د کلیو بیارغونې او پراختیا، کور او ښار جوړولو وزارتونو او همدارنګه د ملي پراختیا شرکت او د سټنډرډ ملي ادارې څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د غوري او جبل السراج سیمنټو د کیفیت ټیسټونه بیاځلې ترسره او خپل راپور په پنځو اونیو کې اقتصادي کمېسیون ته د نهایي تصمیم نیونې په موخه راوليږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.