د اقتصادي کمیسیون پریکړه: دکابل ښاریانو لپاره به د ډبرو سکاره په ارزانه بیه عرضه شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه چې د را روان ژمي پر مهال په کابل ښار کې د سون توکو بیو د کنټرول په موخه لازم اقدامات وکړي. د یادې کمیټې د پرېکړې له مخې د کابل ښار په څلورو سیمو کې […]

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه چې د را روان ژمي پر مهال په کابل ښار کې د سون توکو بیو د کنټرول په موخه لازم اقدامات وکړي. د یادې کمیټې د پرېکړې له مخې د کابل ښار په څلورو سیمو کې به ۴۰۰زره ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای او هېوادوالو ته به ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي. په بازار کې د ډبرو سکرو د بیې او ویش چارو څارنه د کابل ښاروالۍ له لوري پرمخ بېول کیږي. همدا راز د مایع ګازو د بیو د کنټرول او احتیاطي زېرمې درلودلو په موخه د خصوصي سکتور او د ګازو او تیلو دولتي شرکت سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمیټې له لوري ځانګړي احتیاطي تدابیر هم نیول شوي دي.