د افغان سرې میاشتي ټولني د کندهار زون رئیس د ICRC له حوزوي مشره سره وکتل

    د سې‌شنبې په ورځ د افغان سرې میاشتي ټولني د کندهار زون رئیس حاجي اخترمحمد خادم په خپل کاري دفتر کښي په سویل لوېدیځه حوزه کي د سور صلیب «ICRC» له حوزوي مشر اګناسیو کاساریس ګارسیا سره ولیدل.   لیدنه کي پر روغتیايي او غیري روغتیايي موضوعاتو بحث او خبري وسوې، چي په […]

 

 

د سې‌شنبې په ورځ د افغان سرې میاشتي ټولني د کندهار زون رئیس حاجي اخترمحمد خادم په خپل کاري دفتر کښي په سویل لوېدیځه حوزه کي د سور صلیب «ICRC» له حوزوي مشر اګناسیو کاساریس ګارسیا سره ولیدل.

 

لیدنه کي پر روغتیايي او غیري روغتیايي موضوعاتو بحث او خبري وسوې، چي په سویل لوېدیځه حوزه کي د ICRC حوزوي مشر لومړی د سرې میاشتي ادارې له رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ورسره پوره همږغې ده او زیاته ئې کړه، هڅه ئې داده، ترڅو کندهار کي په خپلو ټولو خدماتو کي زیاتوالی راولي.

 

وروستیو کي دواړه لوریو ژمنه وکړه، چي له یو بل سره به په هره برخه کي پوره همکاري کوي.

 

سې‌شنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۸