د افغاني سرې میاشتي له خوا د ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته سوه

  دباختر خبري اژانس د خبر له مخي نن د جمعې په ورځ دافغاني سرې میاشتې له خوا د هلمند ولایت اړوند خانشین ولسوالۍ کي د ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره دخوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته ترسره سوه. په دغه مرسته کي ۱ پارسل اوړه، ۱ پارسل وریجي، ۱۰ لېټره غوړي، ۵ کېلو بوره، ۷ کېلو […]

 

دباختر خبري اژانس د خبر له مخي نن د جمعې په ورځ دافغاني سرې میاشتې له خوا د هلمند ولایت اړوند خانشین ولسوالۍ کي د ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره دخوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته ترسره سوه.

په دغه مرسته کي ۱ پارسل اوړه، ۱ پارسل وریجي، ۱۰ لېټره غوړي، ۵ کېلو بوره، ۷ کېلو لوبیا، ۱ کېلو چای،۳ کېلو مالګه او همدارنګه په غیري خوراکي توکو کي ۱۴ جوړې جرابي، ۶ دانې کوټونه، ۱ زنانه یي پوړنی، ۱ مردانه څادر، څلور جوړې دستکشي همداراز
۲ دانې داوبو شل لېټره ډبې، ۱ دانه د اوبو سطل، ۲ دانې ډېټول صابونان، ۷ دانې د کالو مینځلو صابونان، ۱ دانه بیک، ۳ دانې ټولونه، ۲ دانې دغاښو کریم او ۷ دانې د غاښونو برسان شامل دي.

د یادوني وړ ده چي څه موده وړاندي د فدرېشن ادارې له خوا د هلمند سرې میاشتي سره د ۳۰۰۰ درې زره کورنیو لپاره یاده مرسته منظور سوې وه چي له جملې یې ۱۵۰۰ کورنۍ د مرکز لښکرګاه او پاته ۱۵۰۰ یې د مارجې،خانشین او دېشو ولسوالیو دپاره په پام کي نیول سوي وي چي د مرکز لښکرګاه او مارجې ولسوالیو دپاره ځانګړې سوې مرسته مخکي توزیع سوې وه او خانشین ولسوالۍ کي نن دیادي مرستي بهیر ترسره سو.
هېره دي نه وي چي په راتلونکو ورځو کي به دېشو ولسوالۍ کي هم د مرستې د توزیع بهیر پیل سي.
راپور: باختر اژانس

نېټه:/۱۴۴۳/۷/۳/ هــ ق