د افغاني خیریه ټولني OAWS د ۱۲۵ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه :

  په هلمند کي له اړمنو هیوادوالو سره د مرستي او روان اقتصادي ناورین د مخنوي په موخه د افغاني خیریه ټولني مؤسسې لخوا د هلمند ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ د دې ولایت د ۱۲۵ بې وزله او اړمنو کورنیو سره د خوراکي مرسته وکړه. د هلمند ولایت د کډوالو او […]

 

په هلمند کي له اړمنو هیوادوالو سره د مرستي او روان اقتصادي ناورین د مخنوي په موخه د افغاني خیریه ټولني مؤسسې لخوا د هلمند ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ د دې ولایت د ۱۲۵ بې وزله او اړمنو کورنیو سره د خوراکي مرسته وکړه.

د هلمند ولایت د کډوالو او را ستنېدونکو چارو رئیس مولوي الله داد انقیادي صاحب د باختر آژانس د خبریال  ګل محمد غورځنګ سره د خبرو پر مهال د افغاني خیریه ټولني مننه وکړه او زیاته یې کړه،چي اسلامي امارت بې وزلو او اړمنو کورنیو د غوراوي شفاف مېکانیزم لري او ټول کورني او بهرني مرستندویان کولای سي ، خپل خیریه او انساني مرستو پروګرامونه زموږ سره شریک کړي ، تر څو په اسانۍ پلي او تر مستحقو ورسېږي.
نوموړي د داخلي او بهرني خیریه مؤسساتو غوښتنه وکړه،چي له اړمنو او بې وزله افغانانو سره دې اړیني بشري مرستي وکړي او په دې هیواد کي د رامنځ ته سوي بحراني اقتصادي حالت ته په کتو دي د بې وزله او جګړه ځپلو ته دي مرستي ور او لاس نیوی دي وکړي.

د یادوني وړه ده،چي په یادو خوراکي توکو کي ۵۰ کیلو اوړه ، ۱۴ کیلو وریجې، ۱۰ لېتره غوړي ، ۷ کیلو لوبیا ، ۷ کیلو بوره ،۲ کیلو مالګه ، او ۲ کیلو چای شاملي دي.

د دغو خوراکي توکو ټول ارزښت ۲۴ زره امریکایي ډالره دی ،چي امریکا کي د مومند بنسټ او مسلم ایډ مؤسسې په مالي ملاتړ د بې وزله کورنیو لپاره غوره او نن هلمند کي یادو ۱۲۵ بې وزله کورنیو ته ورکړل سوې.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۷ هــ ق.