نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴)د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ډاکټر لوډپینګ په مشرۍ پلاوي، چي د روغتیا نړیوال سازمان اړوند د پولیو پروګرام عمومي مسئول ډاکټر عرفان الهي، سویل لوېدیځه حوزه کي بېړنیو پېښو ته د رسېدو پروګرامونو مسئول ډاکټر الکس، د کندهار لپاره د پولیو د تطبیق مسئول ډاکټر داود شاه […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴)د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ډاکټر لوډپینګ په مشرۍ پلاوي، چي د روغتیا نړیوال سازمان اړوند د پولیو پروګرام عمومي مسئول ډاکټر عرفان الهي، سویل لوېدیځه حوزه کي بېړنیو پېښو ته د رسېدو پروګرامونو مسئول ډاکټر الکس، د کندهار لپاره د پولیو د تطبیق مسئول ډاکټر داود شاه او په سویل لوېدیځه حوزه کي د روغتیا نړیوال سازمان مسئول ډاکټر شفیقالله شفق شامل وه؛ د دوشنبې په ورځ ولایت مقام کي له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چي پرمهال ئې د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني او د عامي روغتیا رئیس بسمالله باوري هم حضور درلود.
د لیدني په پيل کي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ډاکټر لوډپینګ وویل، کندهار ته ئې په دې موخه سفر کړی، ترڅو د روغتیا په برخه کي له خپلو ټولو فعالیتونو ارزونه وکړي او هم له مسئولینو څخه په دې سیمه کي اړتیاوي واوري، ترڅو بیا یادي اړتیاوي، په خپلو راتلونکو پلانونو کي ځای پرځای کړي.
ډاکټر لوډپینګ د خپلو خبرو په دوام وویل، د ادارې له لوري ئې کندهار کي له روغتونونو او کلینیکونو سره په بېلابیلو برخو کي همکاري دوام لري، چي په خبره ئې، دا چي ددې نظام په راتګ سره اوس دلته د بشپړ کار زمینه برابره ده؛ نو اداره ئې پلان لري، ترڅو د ښار ترڅنګ په ولسوالیو کي هم خپل خدمات ډېر او پراخ کړي او په خاصاً توګه تر هغو سیمو خپل خدمات ورسوي، چيري چي هلته د روغتیا په برخه کي هیڅ کار ندی سوی او اړتیا ورته ډېره لیدل کیږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.