د افغانستان د کانونو وزارت لخوا ټاکل سوي ۴ کسیزه پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړ

  تېره ورځ په هلمند ولایت کی د کانونو او معدن ریاست د رئیس محترم محمد اعظم مسروري په منځګړیتوب د اړوند وزارت څخه یو څلور کسیزه پلاوی چي مشري یې د کانونو او معدن وزارت مقام سکرتر محترم مولوي میراحمد قاسم کوله او ورسره درې تنه مسلکي پلاوي  لکه د معدن وزارت د همږغۍ […]

 

تېره ورځ په هلمند ولایت کی د کانونو او معدن ریاست د رئیس محترم محمد اعظم مسروري په منځګړیتوب د اړوند وزارت څخه یو څلور کسیزه پلاوی چي مشري یې د کانونو او معدن وزارت مقام سکرتر محترم مولوي میراحمد قاسم کوله او ورسره درې تنه مسلکي پلاوي  لکه د معدن وزارت د همږغۍ رئیس محترم عبدالله نعماني، د بیولوجيکي سروې رئیس محترم محمد شعیب او د معادن وزارت د تفتیش رئیس محترم انجینر محمد فرید هم شامل وه د کانونو د نظارت او لیدني په موخه هلمند ولایت ته راغلل.

 

دغه پلاوي د هلمند ولایت اړوند دیشو او بهرامچې ولسوالیو ځیني سیمو ته د کانونو د لیدني په موخه سفر وکړ او بیایې تېره ورځ ناوخته په هلمند ولایت مقام کي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سره ددغه ولایت د کانونو د ساتني او خوندیتوب په موخه خبري وکړې، دوی زیاته کړه هلمند ولایت د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو په پرتله د زیاتو کانونو درلودونکی ولایت دی نو په همدې اساس به موږ ډير ژر مسلکي او د معدن په چاروکی مهارت لرونکي کسان هلمند ته راولېږو چي ددغه ولایت په هره ساحه کی د کانونو مهمي او اصلي نقطې تعین او په نښه کړي همداراز به د کانونو د امنیت او مراقبت لپاره  وړ کسان په دنده وګمارل سي.

 

د هلمند محترم والي صاحب لخوا یاد پلاوي ته ډاډ ورکړل سو چي د هلمند ولایت ټوله خاوره، غرونه، دښتي، ولسوالۍ او کلي په بشپړ ډول د امنیتي ځواکونو په کنټرول کي دي، نوموړي زیاته کړه چي هیچاته به اجازه ورنکړي چي ملي شتمنۍ په ناقانونه او غیري اصولي توګه قاچاق کړي، والي صاحب یاد هیئت ته اطمنان ورکړ چي د کانونو د ساتني او مراقبت په برخه کي هر راز همکارۍ ته ژمن یو.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۹ هـ ق