*د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه

الاماره ۱۴۴۵ صفر ۱۶ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل هیئت د ایران د چابهار بندر له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه. دغه لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د ایران هېواد د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانګري استازي انجنیر میرشفیع، د ریلي کنسرسیوم رئیس مصطفی […]

الاماره ۱۴۴۵ صفر ۱۶
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل هیئت د ایران د چابهار بندر له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
دغه لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د ایران هېواد د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانګري استازي انجنیر میرشفیع، د ریلي کنسرسیوم رئیس مصطفی رضایي او د چابهار بندر اقتصادي معاون انجنیر شهدادی د افغان هیئت ملتیا کوله، ښاغلي شهدادي د بندر د مختلفو برخو اړوند معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دوی ټینګه اراده لري دغه بندر ته نوره پراختیا هم ورکړي.
یاده دې وي چې چابهار بندر د ایران هېواد له مهمو بندرونو څخه دی او د چابهار- زاهدان- نیمروز/ میلک اوسپنې پټلۍ پروژې چې اوس د ایران خاوره کې تر کار لاندې ده، په ګټه اخیستنې سره به د نیمروز ولایت اړوند میلک بندر مخامخ د اوسپنې پټلۍ له لارې له دې مهم بندر سره وصل شي.