د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا کابل ته راستون شو

الاماره (۱۴۴۴ ذوالحجه ۲۸) د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند نن له غرمې مخکې، له کندهارڅخه کابل ته راستون شو. محترم رئیس الوزرا په کندهار کې له استراحت او درمنلې وروسته، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښوونه نن دوباره د هیواد پلازمېنې ته تشریف راوړ. د ریاست الوزرا عالي […]

الاماره (۱۴۴۴ ذوالحجه ۲۸)
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند نن له غرمې مخکې، له کندهارڅخه کابل ته راستون شو.
محترم رئیس الوزرا په کندهار کې له استراحت او درمنلې وروسته، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښوونه نن دوباره د هیواد پلازمېنې ته تشریف راوړ.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي ریاست، د کابینې یو شمېر غړو او د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړو مقاماتو په کابل بین المللي هوایي ډګر کې د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په لړ کې، د اسلامي امارت رئیس الوزرا ته ښه راغلاست ووایه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو غړو په ارګ کې محترم الحاج ملا محمد حسن اخند ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د نوموړي پر روغتیا او د هیواد د چارو د ادارې مسوولیت اخیستلو ته په راستنېدو، خوښي وښوده.
د یادونې وړ ده چې محترم الحاج ملامحمدحسن اخند ارګ ته له رسېدو سره د اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام په توګه د هیواد د چارو د ښه تنظیم او مدیریت په موخه خپلو دندو ته ادامه ورکوي.