د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير په مشرۍ د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه نن ماښام په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه. په یاده غونډه کې د نورو ګډونوالو ترڅنګ، د بهرنیو چارو، اطلاعاتو فرهنګ او امر بالمعروف سرپرست وزیرانو او د استخباراتو لوی رئیس مولوي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير په مشرۍ د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه نن ماښام په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د نورو ګډونوالو ترڅنګ، د بهرنیو چارو، اطلاعاتو فرهنګ او امر بالمعروف سرپرست وزیرانو او د استخباراتو لوی رئیس مولوي عبدالحق وثیق هم برخه اخیستې وه.

غونډه کې، د هېواد پر روان وضعیت، سیاسي تحولاتو او په اجنډا کې پر شاملو نورو اړوندو موضوعاتو بحث او په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول شول.