نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
څو ورځي وړاندي د اطلاعات او فرهګ وزير ملا خيرالله خير خواه کندهار ته رسمي سفر تر سر کړ، چي پر مهال ئې دلته په کندهار کي د اطلاعات او کلتور رياست د مسئولينو تر څنګ د يو شمېر نورو مسئولينو سره هم ليدني ترسره کړې. نوموړی د سه شنبې په ورځ سپين بولدک […]
څو ورځي وړاندي د اطلاعات او فرهګ وزير ملا خيرالله خير خواه کندهار ته رسمي سفر تر سر کړ، چي پر مهال ئې دلته په کندهار کي د اطلاعات او کلتور رياست د مسئولينو تر څنګ د يو شمېر نورو مسئولينو سره هم ليدني ترسره کړې. نوموړی د سه شنبې په ورځ سپين بولدک ولسوالۍ ته هم ولاړ او هلته ئې د سيمي له قومي مشرانو، ځوانانو او سپين ږيرو سره په بېلا بېلو ولسي ناستو کي برخه واخيستل. ښاغلي خير خواه په سپين بولدک ولسوالۍ کي د يوې ناستي پر مهال له ټول ولس څخه مننه وکړه، چي په زياتو قربانيو، مالي تاوانونو او سختيو ئې د يوه اسلامي نظام را تګ ته زمينه برابره کړه او زياته ئې کړه، چي ا.ا.ا به هيڅکله د ولس دغه درنه قرباني هېره نه کړي. د اطلاعات او فرهنګ وزير زياته کړه، چي دا د هغو تللو مجاهدينو د وينو برکت وو، چي نن ټول افغان ولس د يوه اسلامي نظام تر چتر لاندي د يووالي، ورورولۍ او اتحاد ګډ ژوند لري. نوموړي د نظام د ساتلو، پرمختګ او لا قوي کېدو له پاره د ولس څخه همکاري وغوښتل او زياته ئې کړه، چي افغان ولس دي په کلکه د اوسني نظام شاته ودريږي، تر څو په راتلوونکي کي د يوه ارام، سوکاله او ډاډمن افغانستان لرونکي اوسو. د اطلاعات او فرهنګ وزير د سپين بولدک ولسوالۍ ځوانان فرهنګي، ادبي او علمي فعاليتونو ته وهڅول او له هغوی ئې وغوښتل، چي خپل فرهنګي، علمي او ادبي فعاليتونه دي زيات کړي. په وروستيو کي د سپين بولدک ولسوالۍ قومي مشرانو، ځوانانو او سپين ږيرو ډاډ وړاندي کړ، چي په کلکه به د نظام تر شا دريږي او په هر ډول قربانيو ورکولو به ئې ساتنه کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.