نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د چهارشنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير ملا خير الله خيرخواه کندهار پوهنتون ته تللی وو، د نوموړي سره د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال ملا شمس الله صمیم هم ملګري وه. د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير د کندهار پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځيو او د کندهار پوهنتون […]
د چهارشنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير ملا خير الله خيرخواه کندهار پوهنتون ته تللی وو، د نوموړي سره د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال ملا شمس الله صمیم هم ملګري وه.
د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير د کندهار پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځيو او د کندهار پوهنتون د کتابتون څخه د لیدني تر څنګ د پوهنتون د رئیس ډاکټر ذکریا، مالي او اداري معین محمد ناصر نېکزاد او استادانو سره هم ولیدل.
په لیدنه کي پر بېلا بېلو علمي او ښوونيزو موضوعاتو بحث وسو، ښاغلي خير خواه زياته کړه، خوښ دئ، چي پوهنتونونه شروع او محصلین په عادي شکل خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست دیني او عصري علم د يوه هیواد د پرمختګ او لاسته راوړنو يوازینۍ غوره لاره وبلل، نوموړي زیاته کړه، چي اوسنۍ نړۍ د علم او پرمختګ نړۍ ده، هغه هيوادونه تر نورو مخکي دي، چي ولس ئې په علم سمبال وي.
ښاغلي خير خواه د کندهار پوهنتون رهبري او ټولو استادانو ته د اسلامي امارت په استازيتوب د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته ئې کړه، چي د علم او پرمختګ په برخه کي خپلي هلي ځلي نوري هم زیاتي کړئ.
د کندهار پوهنتون رئیس او ټولو استادانو هم ډاډ وړاندي کړ، چي په پوره توان او زيار سره به د نوي نسل په روزنه کي کوښښ کوي او ډېر تمرکز به ئې پر دې وي، چي محصلین په ښه ډول په ديني او عصري علم سمبال کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.