د اطلاعات او فرهنګ د سرپرست وزیر په مشري لوړ پوړي پلاوي کندهار ته سفر کړی.

    د اطلاعات او فرهنګ د سرپرست وزير ملا خير الله خيرخوا په مشري د نشراتو معین او د ا.ا ویاند ذبيح الله مجاهد، مالي او اداري معین مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین ملا فيض الله کندهار ته په رسمي سفر د چهارشنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ رياست […]

 

 

د اطلاعات او فرهنګ د سرپرست وزير ملا خير الله خيرخوا په مشري د نشراتو معین او د ا.ا ویاند ذبيح الله مجاهد، مالي او اداري معین مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین ملا فيض الله کندهار ته په رسمي سفر د چهارشنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه ليدنه وکړه.

 

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي نور احمد سعید او د رياست مرستيال ملا شمس الله صمیم د راغلي پلاوي هرکلی وکړ او په راتګ یی ډیره خوښي څرګنده کړه.

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئیس راغلي پلاوي ته د کندهار د فرهنګي او ادبي وضعيت په هر اړخیز معلومات ورکړل او په دې برخه کي یی د ترسره کړو کارونو یادونه هم وکړه.

 

ښاغلي سعید د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست نور فعالیتونه او ستونزي هم ورسره شریکي کړې او په موجوده امکاناتو د کړو خدمتونو په اړه ئې معلومات ورته وړاندي کړل.

نوموړي د ځينو ستونزو یادونه هم وکړه او د امکان په صورت کي ئې د حل غوښتنه وکړه.

 

د اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه راغلي پلاوي په کندهار کي روان فرهنګي او ادبي فعالیتونه ډېر ګټور وبلل او د اطلاعات او کلتور رياست له رهبري څخه ئې مننه وکړه، چي په ډېرو کمو امکاناتو ډېر کار کوي.

هغوی ډاډ ورکړ، چي وزارت به د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست ټولو ستونزو ته پاملرنه وکړي او لا زیات امکانات به ورته برابر کړي، تر څو کارونه نور هم په ښه ډول مخته ولاړ سي.

 

دوی د کندهار پر تاريخي مخینه هم خبري وکړې، په کندهار کي موجود تاریخي ځایونه او تاريخي اثار ئې د ټول هيواد له پاره د افتخار وړ وبلل او په ساتنه کي ئې د ټولو هيوادوالو همکاري اړینه وبلل.

 

“کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست”