د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست څخه لیدنه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي خیرالله خیرخوا ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو سره د ناستی ترڅنګ د یاد ریاست له بیلا بیلو څانګو څخه لیدنه وکړه. د باختر اژانس خبر له مخې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي خیرالله خیرخوا ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو سره د ناستی ترڅنګ د یاد ریاست له بیلا بیلو څانګو څخه لیدنه وکړه.
د باختر اژانس خبر له مخې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي خیرالله خیرخوا د لړم ۲۱ مه د ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو سره په ناسته کې وویل:
په ولایاتو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه مسوولیت لري چې د فرهنګي او کلتوري پروګرامونو ترڅنګ په خپل وخت اطلاعات خلکو ته ورسوي. همدا شان په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ ترویج او عامولو لپاره کار وکړي، د ځوانانو لپاره داسې پروګرامونه په لاره واچوي چې په کې افغاني او اسلامي ارزښتونو ترڅنګ د هیواد ودانولو پیغامونه ځای پرځای شوي وي، نوموړي د ننګرهارد اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره دوی ته امکانات ورکوي او د دوې شته ستونزې به حل کړي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر دا هم وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دی لټه کې دی چې د دولتي رسنیو ترڅنګ په هیواد کې خصوصي رسنۍ هم تقویه کړي او دوی ته لازم امکانات برابر شي.