نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمي مخکي دهلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو مدیریت مسئولینو د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سره وکتل. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو مدیریت مسئول محترم قاري عبدالباري حنظله صاحب د یو پلاوي په مشرۍ د […]
نن له غرمي مخکي دهلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو مدیریت مسئولینو د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سره وکتل.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو مدیریت مسئول محترم قاري عبدالباري حنظله صاحب د یو پلاوي په مشرۍ د هلمند والي سره دهلمندي ځوانانو د علمي او فرهنګي ترقۍ،ظرفیت لوړوني او هغوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه خبري وکړې. نوموړي د روژې میاشت کي دقاریانو، حافظانو ترمنځ د قرائت او حفظ دسیالۍ د لړۍ دپیل کولو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چي د ځوانانو چارو مدیریت په په پام کي لري چي سږکال د روژې مبارکه میاشت کي د سیالۍ دغه بهیر پیل کړي.هغه ددې سیالۍ د لړۍ د پیل او پر مخ بیولو په اړه د ولایت مقام څخه د همکارۍ او همږغۍ غوښتنه وکړه. هلمند والي و یادو مسئولینو ته د خپل لوري د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي وویل چي ځوانان د ټولني او نظام دپاره د ملا دتیر حیثیت لري.موږ به د هلمندي ځوانانو په ځانګړي ډول د لوستو ځوانانو هر اړخیز حمایت،ملاتړ او د هغوی د ظرفیت لوړوني،تشویق او هڅولو په اړه خپل هیڅ راز همکاري ونه درېغوو. هغه د ولایت مقام له خوا د ځوانانو چارو د مدیریت سره د همږغۍ او همکارۍ اړوند خپل ځانګړی نماینده هم معرفي کړ.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۱ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.