د اطلاعاتو او فرهنګ او هلمند راډیو ـ تلوېزیون د کارکوونکو سره اداري غونډه تر سره سوه.

  دغه غونډه نن سه شنبه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ جوړه سول،چي د اطلاعاتو کلتور ریاست د بېلا ـ بېلو اداري مامورینو ترڅنګ د هلمند راډیو ـ تلویزیون آمر، خبریالانو او کارکوونکو هم ګډون درلود. غونډه مولوي بخت محمد مزمل د قران عظیم الشان په […]

 

دغه غونډه نن سه شنبه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ جوړه سول،چي د اطلاعاتو کلتور ریاست د بېلا ـ بېلو اداري مامورینو ترڅنګ د هلمند راډیو ـ تلویزیون آمر، خبریالانو او کارکوونکو هم ګډون درلود.

غونډه مولوي بخت محمد مزمل د قران عظیم الشان په څو مبارکو آیاتونو سره راپیل کړه.
د یادي غونډي په پیل کي حافظ راشد وویل؛ دغه جلسه یي د چارو د چټکتیا په موخه جوړه کړه،څو په ریاست او راډیو ـ تلویزیون کي کارونه په ښه توګه ترسره سي.

نوموړي ټینګار وکړ،چي مامورین دي وخت ته پابنده وسي او پر خپل ټاکلي وخت دي دندو ته راسي او دغه راز یې یو شمېر نوري اړیني سپاریښتني هم د یادو ادارو کارکوونکو ته وکړي.

دغه راز یوشمېر کارکوونکو خپلي ستونزي،غوښتنې او وړاندیزونه شریک او د دې تر څنګ یې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات هم وړاندي کړه.

په غونډه کي هر مامور پر خپل نوبت خبري وکړې او پر بېلا ـ بېلو موضوعاتو یې هر اړخیزي خبري وکړي ، خپلي ستونزي او غوښتني یې وړاندي او د حل په برخه کي د پاملرني هیلي وکړې.

د اطلاعاتو آمر مولوي محمد قاسم ریاض هم خبرې وکړې او د خبرو پر مهال یې له دټولو مامورینو غوښتنه وکړه،چي خپلو دندو ته پر وخت حاضر سئ، خپلو دندي ته ژمن اوسئ او د چارو د ترسرکېدا په برخه کي ټول په ګډه کار او همکاري وکړئ.

د راډیو ـ تلویزیون آمر مولوي نظر محمد ذاهد وویل،چي چي د اطلاعاتو د لاس رسي په برخه کي دي دولتي چارواکي د یاد تلویزیون د خبریالانو سره همکاري وکړي او مرکو ته دي چمتوسي.

نوموړی وایي چي د راډیو او تلویزیون کارونه په ښه توګه روان دي او د نشراتو په برخه کي زیاتي لاسته راوړنی لري.

په ورستیو کي د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ راشد د ټولو ستونزي او غوښتني واورېدې او د حل په برخه کي ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه،چي تر دې ورسته به اداري غونډه د هري میاشتي په پای کي په دوامداره توګه ترسره کېږي.

همدارنګه د ځوانانو مدیریت اړوند د ځوانانو د پرمختګ مدیر وویل چي نن به په رسمي ډول د ځوانانو د روزني او پرمختګ چاري په رسمي ډول پیل کړي همدارنګه یې د ځوانانو په مدیریت کي د شته ستونزو او امکاناتو د نشتون په اړه خبري وکړې.

د هنري فعالیتونو مدیریت ته سپارښتنه وسوه ترڅو په هلمند کي د فرهنګي او ادبي هڅو د پیاوړي کولو لپاره د لیکوالانو او شاعرانو سره ښه همږغي رامنځته کړي.
همداراز د عامه کتابتون مدیریت ته لارښوونه وسوه چي ځوانانو ته د مطالعې برابرولو په برخه کي لا اسانتیاوي رامنځته کړي ترڅو د هلمند په سطحه د لیکوالانو، محصلینو او زده کوونکو سره د علمي معلوماتو په ډېرولو کي مرسته وسي.

غونډه د حنیف مولوي صاحب لخوا په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۲ هــ ق.