د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته د ټولنیزو رسنیو فعالانو پراخ پوښښ ورکړ

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) نن د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو په یوه غږ د«#Achievements/لاسته راوړنې» تر هشتاګ لاندې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ مالوماتي کمپاین تر سره کړ. دغه ټرینډ چې په یوه ورځ کې تر ۶۰ زرو ډیر ټویټونه پرې وشول، په ترڅ کې یې د ټولو ملکي او نظامي اداراتو هغه حیرانونکي پرمختګونه او […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) نن د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو په یوه غږ د«#Achievements/لاسته راوړنې» تر هشتاګ لاندې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ مالوماتي کمپاین تر سره کړ.
دغه ټرینډ چې په یوه ورځ کې تر ۶۰ زرو ډیر ټویټونه پرې وشول، په ترڅ کې یې د ټولو ملکي او نظامي اداراتو هغه حیرانونکي پرمختګونه او لاسته راوړنې رسنیزې شوې، چې تر دې مهاله ترې ډیری افغانان بې خبره وه.

یاد مالوماتي مطالب په لیکلې بڼه او انفوګرافیک انځورونو کې ډیزاین او ځینې یې هم په ویدیویي بڼه رسنیز شول.

د لاسته راوړنې تر هشتاګ لاندې په اقتصادي برخه کې د چارواکو هلې ځلې په ډاګه شوې او هغه پیل شوې، نیم کاره او بشپړې شوې پروژې خلکو ته تفصیلا وښوودل شوې، چې اسلامی امارت تر خپل حاکمیت وروسته پرې کار کړی دی.

په معادنو، اوبو بریښنا، زراعت، روغتیا، ورزش او ګڼو نورو برخو کې د اړوندو اداراتو د تیر څه باندې یوه کال کړنې ولسونو ته په ډاګه او خلک د نوي حکومت له ملموسو لاسته راوړنو خبر شول.

د ټولنیزو رسنیو فعالان وایي: موخه یې له دغه هشتاګ څخه داده، څو هغه هیوادوال چې بهر کې اوسي او د بهرنیو رسنیو له دوربین څخه د افغانستان وضعیت څاري، هغوی ته د هیواد په تړاو حقیقي تصویر وړاندې کړي؛ دغه راز په دې توګه په کور دننه هم د چارواکو له منډو ترړو قدرداني شوې وي او هم هیوادوالو ته د یو کلنې امارتي حکومتولي د هڅو او لاسته راوړنو په تړاو مستند مالومات ورکړل شوي وي.
د امرالله عمران په نامه یوه فعال د مالیې وزارت له قوله لیکلي چې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د رسمي ثبت شویو توکو د صادراتو ارزښت ۸۵۰.۱ میلیون ډالر ؤو، چې قاچاق او بیاځلې صادر شوي مالونه پکې نه شاملېږي.
جاوید افغان بیا د روغتیا وزارت د چارواکو په استناد لیکلي چې ‏د عامې روغتيا وزارت د هغه سيمو او روغتيايي مراکزو لپاره چې بشري قوې ته یې اړتيا وه د ۳۵۰۰ څخه پورته مسلکي ښځينه او نارينه د خدمت لپاره استخدام کړي دي، دغه راز یې ۱۵۰ نوي روغتونونه ایجاد او د ۲۷ زره معتادینو د درملنې تر څنګ یې د معتادینو لپاره د ۵زره بستریز روغتون د جوړیدو چارې هم ۸۵ سلنه بشپړې کړې دي.

د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د ټویټر شبکې په سلګونو کاروونکو د هیواد نظامي او ملکي اداراتو د لاسته راوړنو او پرمختګونو داسې جالب مالومات وړاندې کړي چې تر دې مهاله یې ځینې له رسنیو سره نه وه شریک شوي.
که تاسو هم غواړئ یاد مالومات ولولئ، نو په تویتر کې د«#Achievements» په سرچ کولو سره ورته لاسرسی موندلای شئ.