نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
هلمند کي صرافان او عام ښاریان دافغانیو دثبات پر ټینګېدو خوښي ښیي او له خلګو غواړي چي راکړه ورکړه په افغانیو وکړي ترڅو د افغاني بانک نوټونو ثبات ثابت پاته سي. هلمند کي صرافان د اسلامي امارت د مسؤلینو اقدامات چي په مالي او پولي برخه کي يې ترسره کړي ستايي او ملاتړ يې […]
هلمند کي صرافان او عام ښاریان دافغانیو دثبات پر ټینګېدو خوښي ښیي او له خلګو غواړي چي راکړه ورکړه په افغانیو وکړي ترڅو د افغاني بانک نوټونو ثبات ثابت پاته سي.
هلمند کي صرافان د اسلامي امارت د مسؤلینو اقدامات چي په مالي او پولي برخه کي يې ترسره کړي ستايي او ملاتړ يې کوي او وايي همدا لامل دي چي د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په وړاندي زیات سوي دی.
هلمند میشتو صرافانو معلم حمیدالله، حاجي روزي خان او ډاکتر احمد الله احمدي وايي: د پولي ارزښت خوندیتوب او د بهرنیو اسعارو پر وړاندي د اعتبار زیاتوالي کاروبار عادي حالات ته را اړولی دی او د نرخونو پر کنټرول یې هم د پام وړ اغېزه کړې.
هلمند میشتي صرافان په دې برخه کي مسلسله او دوامداره هڅه کوي چي د ولايتي ادارې سره په همږغۍ د افغانستان په ملي کرنسۍ راکړي ورکړي سره د افغانیو ثبات نورهم ثابت پاته سي.
یوشمېر عام ښاریان د بهرنیو اسعارو په وړاندي د افغانیو په لوړېدو خوښي ښیي او غوښتنه کوي چي نورهم باید د بهرنیو اسعارو د راکړي ورکړي د مخنیوي او د افغانیو په مروج کېدو کي اقدامات ترسره سي.
ديادوني وړ ده چي په دې وروستیو کي په ملي کچه د افغانیو د ارزښت او مروج کېدو په اړه اسلامي امارت خپل کمپاینونه ترسره کړي دي. او ټولو خلګو ته يې لارښووني کړې چي ټولي راکړي ورکړي په افغانیو ترسره کړي او د بهرنیو اسعارو له کاروني ډډه وکړي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۳۰ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.