د ارشاد حج او اوقافو وزیر، دیني عالمان د چارو د ترسره کولو وړتیا لري.

  د ا.ا.ا د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د نیمروز د دیني عالمانو او د مساجدو له خطیبانو سره وکتل زرنج، د شعبان۲۲ مه/ د وری ۵ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د ا.ا.ا د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محترم شیخ الحدیث نورمحمد “ثاقب” او ورسره مل پلاوي د […]

 

د ا.ا.ا د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د نیمروز د دیني عالمانو او د مساجدو له خطیبانو سره وکتل

زرنج، د شعبان۲۲ مه/ د وری ۵ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د ا.ا.ا د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محترم شیخ الحدیث نورمحمد “ثاقب” او ورسره مل پلاوي د نیمروز د دیني عالمانو او د مساجدو له خطیبانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.

غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل سوه، وروسته د نیمروز د ارشاد، حج او اوقافو رئیس، مولوي فضل الرحمن “مستغفر” ښاغلي وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، دې ولایت ته یې سفر مهم یاد وباله.
وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محترم شیخ الحدیث نورمحمد “ثاقب” خبرې وکړې د خوښې په څرګندولو سره یې وویل، چې زموږ د راتګ موخه دا ده، ترڅو د دیني علماوو د ستونزو د اوریدلو ترڅنګ د هغوی ستونزو ته رسیدګي وسي.

ښاغلي ثاقب د علم او علماوو د رول په تړاو وویل، عالمان په ټولنه کې غوره خلګ دي، ولي له بده مرغه په تېرو وختونو کې عالمان تر مساجدو محدود سوي وه او خلګو داسي ویل، چې عالمان د مملکت د رهبري او مشرتوب وړتیا نه لري په داسي حال کې، چې دا ډول افکار رد دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، زیاته کړه، چې دیني عالمانو پخپل وړتیا سره دا څرګنده کړه، چې په رښتیا هم د چارو د ترسره کولو او مدیریت وړتیا لري.

یاده غونډه د دُعا په ویلو سره پایته ورسیدل.