نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمي وروسته دیاد ولایت په مقام درسنیو په دفترکي دټولو رسنیو دمسولینوسره غونډه وسوه غونډ لومړي دقران کریم د څومبارکوایاتونو په تلاوت سره پيل سوه. وروسته دیاد ولایت مرستیال والي حاجي مزمل صاحب وینا وکړه او ټولو خبریالانو ته یه ښه راغلاست ووایه او وویل چي هرخبریال زموږ دسرسترګي دي اوموږ په […]
نن له غرمي وروسته دیاد ولایت په مقام درسنیو په دفترکي دټولو رسنیو دمسولینوسره غونډه وسوه غونډ لومړي دقران کریم د څومبارکوایاتونو په تلاوت سره پيل سوه.
وروسته دیاد ولایت مرستیال والي حاجي مزمل صاحب وینا وکړه او ټولو خبریالانو ته یه ښه راغلاست ووایه او وویل چي هرخبریال زموږ دسرسترګي دي اوموږ په هروخت کي دهغوي وهرمشکل اوستونزی ته داړتیا پرمحال رسیدګي کوو هغه خبریالان دټولنۍ د درملني ماشین یادکړ اوهغه یی دټولنۍ او نظام ترمنځ دخبررسونۍ دستګاه یاده کړه محترم مزمل صاحب ټولو خبریالانوته سپارښتنه وکړه چي تاسي ددی وطن اونظام خلګ یاست تاسي باید داسلامی نظام او هیواد دبقاء لپاره کار وکړی. وروسته د روزګان امینه قومندان حاجی ملاعبدالله بشیرصاحب وینا وکړه او وویل چي خبریالان زموږ لپاره ډیرارزښت لري خو هرخبریال بایدخپل داصول وپيژني او ځان دخبریالي په اوصولو پوهه کړي که چيری کوم خبریال ترخپل سرحد تیري کوي هغه درسنیو دقانون خلاف عمل ترسره کوي او مجریم ګڼل کیږي محترم بشیرحاجي یادونه وکړه چي تاسي باید وخپل مسلک ته وفاداره پاته سي او ددا ټولنۍ ناخوالو ته انعکاس ورکړي خو داصولو په چوکاټ کي هغه زیاته کړه چي هیڅ خبریال حق نلري چي بیله اجازي اف ریکارډ وکړي. وروسته د رسنیو په استازیتوب نجیب لطیف خبري وکړي او زیاته یی کړه چي زموږ ټول خبریالان به داصولوپه چوکاټ کي دمسؤلو کسانوڅخه معلومات اخلي او هره رسنۍ مکلف ده چي خپلی خپروني داصولو مطابق ترتیب اونشرته وسپاري. وروسته رازمحمد ضمیر داطلاعات امر په خپلوخبروکي وویل چي د روزګان ولایت درسنیو کارکونکي اکثره غیري مسلکي کسان دي نو هره رسني باید دخپلی رسنۍ لپاره پوهه اومسلکي کسان په کار وګماري له یوي خوابه هغه شته مشکلات رفعه سي له بلي خوابه یی ضروري حقایق راټول کړي اوزیاته یی کړه چي خبریال حق نلري چي دمرکي پروخت دچاڅخه شخصي پوښتنه وکړي یوازي دخبریال مسؤلیت دخبرونو راټولول دي نه دهغه په شخصي ژوندکي تصروف کول. غونډ ددعاء په وویلوسره پایته ورسیده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.