نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په یاده غونډه کي مولوی فتح خان د ارزګان د عامی روغتیا ریاست معاون ډاکټر غلام حیدر حسامی دترینکوټ ولایتی روغتون رئس ډاکټر لعل محمد احمدزی د move تطبیق کوونکي مؤسسی تخنیکی معاون برخه اخیستي وه . داپه داسی محال کی چی تیره ورځ ددی ولایت والی دارزګان ولایت د ولایتی روغتون څخه […]
په یاده غونډه کي مولوی فتح خان د ارزګان د عامی روغتیا ریاست معاون ډاکټر غلام حیدر حسامی دترینکوټ ولایتی روغتون رئس ډاکټر لعل محمد احمدزی د move تطبیق کوونکي مؤسسی تخنیکی معاون برخه اخیستي وه .
داپه داسی محال کی چی تیره ورځ ددی ولایت والی دارزګان ولایت د ولایتی روغتون څخه لیدنه وکړه او دناروغانو حال او دروغتون نیمګړتیاوی ئی د نږدی ولیدی په یاده غونډه کی والی صاحب راغلو مسؤلینو ته هدایت وکړی چی باید دغه ستونزی ژر تر ژر حل اوفصل سی تر څو د ناروعانوتداوی او مشکلاتوته پر ټاکلی وخت رسیده ګی و سی راغلو مسؤلینو د والی صاحب څخه مننه وکړه او دهرډول همکاري ډاډ ئې ورکړی. نوموړو استازو دخپلوفعالیتونو ګوزارش ښاغلی دعوت صاحب ته ورکړی ددي روغتون څخه لیدنه په دی معنی وه چي ترڅو هغه موجوده ستونزوته دحل لاره ومومي، دوی والی صاحب ته ډاډ ورکړی چی ستاسو او د unicef اداری سره په همږغۍ دا ستونزی ژر تر ژره حل اوفصل کړو، تر څو دارزګان ولایت هم دنورو ولایتو په شان د صحیح خداماتو څخه برخمن سی نوموړی ستونزي چی ترډېره د وینې دساتني بانک اود برق عمومی ستونزی دی هغه به ژر تر ژره حل او فصل سي.
نیټه:۱۴۴۳/۷/۱ ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.