نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمی مخکي دیادولایت والي محترم حاجي دعوت صیب دولایت په مقام کي وکتل دکتني پرمهال د یونیسف ادارې له مسوولینو وغوښتل چي خپل خدمات ددغه ولایت ولرو پرتو سیمو ته وغځوي. حاجۍ دعوت صیب وایې، دا مهال ارزګان کي هر ډول بشري او پرمختیایي چارو ته زمېنه برابره ده او اسلامي امارت به […]
نن له غرمی مخکي دیادولایت والي محترم حاجي دعوت صیب دولایت په مقام کي وکتل دکتني پرمهال د یونیسف ادارې له مسوولینو وغوښتل چي خپل خدمات ددغه ولایت ولرو پرتو سیمو ته وغځوي.
حاجۍ دعوت صیب وایې، دا مهال ارزګان کي هر ډول بشري او پرمختیایي چارو ته زمېنه برابره ده او اسلامي امارت به د ټولو مرستندویه ادارو امنیت او فعالیتونه په پوره توګه تامین کړي.
هغه په ځانګړې توګه له یونیسف ادارې وغوښتل چي په روغتیایې برخه کي د مرستو ترسره کېدو لړۍ چټکه کړي او هغو سیمو ته خدمات ورسوي، چي دامهال خلک یې روغتیایې مرکزونو ته لاس رسی نه لري.
د یونیسف ادارې مسوول ډاکتر احمد فواد د ارزګان له والي مننه وکړه، چي په ټولو چارو کي ورسره همکاره او په بیلابېلو برخو کي ورته د فعالیت زمېنه برابره کړې ده.
نوموړي ډاډ ورکړ، چي هغوی به دغه ولایت کي په روغتیای، پوهني، پاکو اوبو رسولو او واکسین برخو کي ګڼي نورې پروژې هم عملي کړي، ترڅو د ولایت ټول خلک ترې برخمن سی.
هیواد کې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته مرستندویه ادارو د خلکو سره د لاسنیوي برخه کي د پروژو پلې کېدو چارې په داسي حال کي چټکي کړي چي اسلامي امارت لخوا د پوره امنیت ډاډ ورکول شوی.
۱۴۴۳/۴/۲۹ ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.