د ارزګان ولایت مقام کي دعدلیي اوقضایي ارګانونو سره غونډه ترسره شوه

ارزګان راپور: دارزګان ولایت والي ښاغلي ملا محمد خان دعوت نن ولایت مقام کي د عدلیې او قضایې ادارو له مسؤلینو سره ناسته کي له هغوی وغوښتل چي د بندیانو دوسیې دي پر وخت وڅېړل سي. دې غونډه کي د ارزګان ولایت مرستیال والي، د امنیې قوماندانۍ مرستیال، د عدلېې، استېناف څارنوالۍ، اپتدایې او مرافعې […]

ارزګان راپور:

دارزګان ولایت والي ښاغلي ملا محمد خان دعوت نن ولایت مقام کي د عدلیې او قضایې ادارو له مسؤلینو سره ناسته کي له هغوی وغوښتل چي د بندیانو دوسیې دي پر وخت وڅېړل سي.
دې غونډه کي د ارزګان ولایت مرستیال والي، د امنیې قوماندانۍ مرستیال، د عدلېې، استېناف څارنوالۍ، اپتدایې او مرافعې محاکمو او د امر بالمعروف د ادارې استازو هم برخه اخیستې وه.
د غونډي په پيل کي د ارزګان ولایت والي ښاغلي دعوت صاحب د اړوندو ادارو مسؤلینو ته وویل، چي خپلی چاري منظمي او د مراجعینو کارونه پر وخت اجرا کړي.
همدارنګه والي وویل، د فعالیتونو د ښه ترتیب او ترسره کېدو لپاره باید هره اداره خپل اړوند دوسېې حل او فصل کړی او بیلاضرورته ئ نورو ارګانو ته ونه لیږی،
په وینایې د عدليې او قضایې ادارو ترمنځ ښه اړیکي او د چارو تنظیم کولای سي چي د اولسونو ستونزي پر وخت هواري کړي او عدالت ته ئې لاس رسی لنډ سي.
هغه د عدلېې او قضایې ادارو وغوښتل چي د هغو بندیانو دوسېې چې دامهال په بند کي شپې او ورځي تیروي او برخلیک یې نامعلوم وی وڅېړل سي.
هغه وویل، هغه کسان چي د بند موده یې پوره سوي وې او یاهم ناحقه بند ته لیږل سوي وي باید اړوند ادارې یې د خوشې کېدو لپاره لازم اقدام وکړي.
د ارزکان والي د عدلې او قضایې ادارو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چي ولایتي اداره به په هرحالت کي ورسره همکاره وي.
په ورته وخت کي د عدليې او قضایې ادارو مسوولینو د ارزګان والي ته ډاډ ورکړ چي هغوی به خپلي چاري په پوره اطمنان ترسره کوي.
دوی ژمنه وکړه چي د چارو د ښه ترتیب لپاره به هغوی د همږغۍ ناستي ترسره کوي اوټولي چاري به دخپلو اوصولو مطابق مخته وړی .
دوی وویل، موخه یې د اسلامي امارت تر اصولو لاندي و خلکو ته د خدمت ترسره کول دي.موږ به ترخپل وسه دخلګو دهوسایي لپاره ټول کوشش کوو.
وروسته والي صاحب وویل چی په ولسوالیو کی دبندیانو د دوسیو دڅیړلو په موخه دولتی ،عدلی اوقضایی ارګانونو ګډ پلاوی دمرستیال والی حاجی مزمل صاحب په مشری د ولسوالیو دبندیانو د دوسیو برسی، دمحکمو څخه لیدنه او دخلکو دستونزو د اوریدلو په موخه به ددی ولایت پنځه ولسوالیو ته سفر کوی.
دغه ګډ قضایی پلاوی چی نن یی چنارتو ولسوالی ته سفر کړی دی دارزګان والی ښاغلی حاجی محمدخان دعوت صاحب د ځانګړی حکم پر اساس د عدلی او قضایی ارګانونو ګډ پلاوی ولسوالیو ته سفر کوی چی دنژدی به د بندیانو دوسیی وڅیړی ترڅو ژر دخلکو ستونزو ته لاس رسی اوسی.
نېټه:۱۴۴۳/۶/۳۰ ه ف