د ارزګان ولایت دعامي روغتیا ریاست لپاره نوي رئیس معرفي شو.

  نیټه.۱۴۴۳/۵/۸ ه ق ورځ دوشنبه نن له غرمي مخکي د یاد ولایت دعامي روغتیا په ریاست کښې غونډه ترسره سوه چي پرمهال یې د ریاست لپاره نوي رئیس ډاکټرمحمدالله روحاني چې ددې ولایت ددهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دی معارفي او رسماًیې په دنده یې پیل وکړ. غونډه لومړی دقرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پیل […]

 

نیټه.۱۴۴۳/۵/۸ ه ق ورځ دوشنبه

نن له غرمي مخکي د یاد ولایت دعامي روغتیا په ریاست کښې غونډه ترسره سوه چي پرمهال یې د ریاست لپاره نوي رئیس ډاکټرمحمدالله روحاني چې ددې ولایت ددهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دی معارفي او رسماًیې په دنده یې پیل وکړ.

غونډه لومړی دقرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پیل او وروسته ګډونوالو په نوبت سره خبري وکړې

روحاني په خپلو خبرو کي ژمنه وکړه چې د ارزګان د صحت عامه په برخه کي شته شتونزي به حل کوي او په روغتیایي مرکزونو کي به دمعیاري خدمتونو د وړاندي کولو لپاره به هڅه کوي

په یاده غونډه کي چې د روغتیایي چارو کارونکو او د روغتیایي برخي دمؤسیساتو مسؤلینو ګډون کړي وه، نوي رئیس ته یې دمبارکۍ ترڅنک د پوره هکارۍ ډاډ ورکړ

روحاني د کندهار پوهنتون دطب په پوهنځۍ کښي دلیسانس تر کچي زده کړي کړي دي