نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ارزګان ولایت مقام او د اطلاعات او فرهنګ ریاست د مسوولینو لخوا ددې ولایت ځایې خبریالانو ته روژه ماتی برابر او وروسته پر یوشمېر مهمو موضوعاتو بحث وسو. دا مېلمستیا چي د ولایت مقام په مېلمستون کي برابره سوې وه، د مرستیال والي حاجي مزمل صاحب په ګډون، امنیه قوماندان حاجي بشیر صاحب، […]
د ارزګان ولایت مقام او د اطلاعات او فرهنګ ریاست د مسوولینو لخوا ددې ولایت ځایې خبریالانو ته روژه ماتی برابر او وروسته پر یوشمېر مهمو موضوعاتو بحث وسو. دا مېلمستیا چي د ولایت مقام په مېلمستون کي برابره سوې وه، د مرستیال والي حاجي مزمل صاحب په ګډون، امنیه قوماندان حاجي بشیر صاحب، د اطلاعات او فرهنګ ریاست رییس محمد اصف او ګڼ شمیر د سیمه ییزو رسنیو استازو برخه لرله. مرستیال والي حاجي مزمل دا ډول ناستي خورا مهمي وبللې او ژمنه یې وکړه چي د ولایت دروازه به تل د هغوی پر مخ خلاصه وي. د ارزګان امنیه قوماندان حاجي بشیر صاحب له ځایې خبریالانو وغوښتل چي د ولسونو ږغ او ستونزي د حل لپاره تر مسوولینو ورسوي او د خلکو لپاره د امن او هوسایني برخه کي په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کي د اطلاعات او فرهنګ رییس محمد اصف ډاډ ورکړ چي دا ریاست به د تل په څېر د رسنیو او خبریالانو سره همکاره پاتي سي. نوموړي له رسنیو وغوښتل چي د شرعي او اسلامي قوانینو په چوکاټ کي خپل نشرات برابر کړي او په خپلو پروګرامونو کي حقه حقایقو ته لومړیتوب ورکړي. دې ناسته کي ځایې خبریالانو د ولایتي مسوولینو مننه وکړه چي تل ورسره همکاره دي. دوی وویل، اوس تر بل هر وخت زیات د رسنیو او خبریالانو امنیت تامین او د بیان ازادۍ ته لاس رسی زیات سوی. دوی ژمنه وکړه چي خپل نشراتي فعالیت به د قوانینو په چوکاټ کي برابر کړي. د یاودني وړده چي د غونډي په پای کي د ولایت مقام لخوا یوه یوه جوړ جامې هم د ډالۍ په توګه ورکړل سوې. نیټه: ۱۴۴۳/۹/۲۷ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.