نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ارزګان د ارزګان والي حاجی دعوت صاحب نن ولایت مقام کي د موسساتو له استازو سره د یوې ناستي پرمهال ډاډ ورکړ، چي ولایت مقام به په مرکز او ولسوالیو کي د خېریه موسیساتو سره د کار پرمهال هر ډول همکاره وي. نوموړي غوښتنه وکړه، مرستندویه ادارې دي خپلي بشري مرستي د ولایت لرو […]
ارزګان
د ارزګان والي حاجی دعوت صاحب نن ولایت مقام کي د موسساتو له استازو سره د یوې ناستي پرمهال ډاډ ورکړ، چي ولایت مقام به په مرکز او ولسوالیو کي د خېریه موسیساتو سره د کار پرمهال هر ډول همکاره وي. نوموړي غوښتنه وکړه، مرستندویه ادارې دي خپلي بشري مرستي د ولایت لرو پرتو سیمو ته هم وغځوي، ترڅو ټول اړمن ترې برخمن سي. ارزګان ولایت مقام کي ددغه ولایت د والي حاجي دعوت صاحب په مشرۍ د موسیساتو د استازو سره یوه ناسته ترسره سوه، چې پرمهال یې د خېریه مرستو د وېش پر شفافیت، د بېوزلو او اړمنو کورنیو پر لاسنیوي او لرو پرتو سیمو ته دبشري مرستو پر غځولو ټینګار وسو. ولایتي مسوولینو ډاډ ورکړ چي په مرکز او ولسوالیو کي به ټولي ملکي او نظامي ادارې د موسساتو سره همکاره وي او د اړتیا پرمهال به د خېریه کارکوونکو لاسنیوي ته هم ځان رسوي. غوښتنه وسوه چې ارزګان ته دي د بشري مرستو لړۍ چټکه او تر کسانو پورې هم ورسول سي، کوم چي ددغه ولایت په لرو پرتو سیمو کي ژوند کوي او له سختو ستونزو سره مخ دي. دغه ولایت کي د مرستندویه موسساتو استازو حاجی دعوت صاحب ته ډاډ ورکړ چي ارزګان ته لا نورې مرستي زیاتوي او په شفافه توګه به د اړمنو کورنیو لاسنیوی کوي. دوی د ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو هم مننه وکړه چي نه یوازي د هغوی پر وړاندی خنډ نه دې پېښ کړی، بلکي ورسره همکاره دي. ارزګان ته د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه داسي مهال کیږي چي ورستیو تېرو جګړو ددغه ولایت ګڼ اوسیدونکي له سخت فقر او بېوزلۍ سره مخ کړي دي. نیټه:۱۴۴۳/۶/۶ ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.