د ارزګان والي دهراود ولسوالۍ ته سفر وکړ پرمهال د خلکو ستونزي له نژدې واوریدلې.

د ارزګان ولایت والي حاجي محمد خان دعوت صاحب تېره ورځ ددغه ولایت دهراود ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د ملکي او نظامي مسوولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ دملکي خلګو سره هم ولیدل. والي دهراود ولسوالۍ ته د سفر په پیل کي ددې ولسوالۍ له ولسوال امین صاحب، امنیه قوماندان حنفي صاحب، د استخباراتو له مسوول […]

د ارزګان ولایت والي حاجي محمد خان دعوت صاحب تېره ورځ ددغه ولایت دهراود ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د ملکي او نظامي مسوولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ دملکي خلګو سره هم ولیدل.
والي دهراود ولسوالۍ ته د سفر په پیل کي ددې ولسوالۍ له ولسوال امین صاحب، امنیه قوماندان حنفي صاحب، د استخباراتو له مسوول غازي مولوي او د ولسوالي دحوزو دمسولینو سره ناسته وکړه.
دې ناسته کي والي د ولسوالۍ ملکي او امنیتي مسوولینو ته د پوره امنیت تامین کېدو سپارښتنه وکړه او ترڅنګ یې ورته ډاډ ورکړ، چي ولایت مقام به ستاسو سره همکاره وي.
وروسته د ارزګان والي د ولسوالۍ د سلګونو دیني عالمانو، مخورو او عامو ولسونو سره هم لیده کاته وکړه او د هغوی ستونزي یې له نژدې واوریدلې.
والي صاحب د دهراود ولسوالۍ ولس ته ډاډ ورکړ، چي ولایت مقام او ټولي ادارې به د عامو خلکو خدمت کي وي او ستونزو ته به یې رسیدګي کوي.
هغه ژمنه ورکړه چي دهراود ولسوالۍ ته به په بیلابیلو برخو کي خدمات کیږي او د ولسونو د لاسنیوي برخه کي به پروګرامونه پلي کوي.
د ارزګان والي دهراود ولسوالۍ ته داسي مهال سفر کوي چي یوه میاشت مخکي د ولایت مقام لخوا ټاکل سوي ګډ پلاوي د ولسوالیو د سفرونو په لړ کي د دهراود د خلکو ستونزي له نژدې اوریدلي وې.
نیټه: ۱۴۴۳/۶/۱۲ ه ق