د ارزګان والي دهراود او چارچینو  ته د سفر پر مهال ددې ولسوالیو له ځایی مسوولینو، دیني عالمانو، مخورو او سلګونو عامو اوسیدونکو سره ولیدل

    د ارزګان ولایت والي ملامحمد خان دعوت صاحب او ددې ولایت د امر بالمعروف ریاست مسوول فقیرمولوی صاحب د ارزګان ولایت ددوو لرو پرتو ولسوالیو ( دهراود او چارچینو ) ته د خپل سفر پرمهال له مېشتو ولسونو سره لیده کاته وکړه او د هغوی شته ستونزي یې له نژدې واورېدلي. والي محترم […]

 

 

د ارزګان ولایت والي ملامحمد خان دعوت صاحب او ددې ولایت د امر بالمعروف ریاست مسوول فقیرمولوی صاحب د ارزګان ولایت ددوو لرو پرتو ولسوالیو ( دهراود او چارچینو ) ته د خپل سفر پرمهال له مېشتو ولسونو سره لیده کاته وکړه او د هغوی شته ستونزي یې له نژدې واورېدلي.

والي محترم حاجي دعوت صاحب ولسوالیو ته یې د خپل سفر موخه په لرو پرتو سیمو کي د خلکو له ورځني ژوند څخه د ځان خبرول او د هغوی پر وړاندي د شته خنډونو ګوښه کول وباله.

هغه وویل، ولایتي اداره د مرکز سره په همږغۍ هڅي پيل کړي چي د ارزګان خلکو ته په بیلابېلو برخو کي خدمات ترسره او هغوی ته هوسا ژوند زمېنه برابره کړي.

په وینایې، مسوولین به هڅي وکړي چي د ولسوالیو خلکو ته پاملرنه زیاته کړي، ځکه دې سیمو کي د اشغال پر مهال خلک له ګڼو ستونزو او کډوالۍ سره مخ سوي او د وخت د اشغالګرو لخوا یې نه یوازي کورونه بمبار سوي، بلکي کرنیزي ځمکي او باغونه یې هم له منځه تللي دی.

د ارزګان والي هغوی ته ډاډ ورکړ چي د مرستندویه موسساتو او دولتي خېریه ادارو په مرسته به د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرستي کیږي او په راتلوونکي کي به د هغوی د لویو لارو د جوړېدو، مخابراتي شبکو ته د لاس رسي او په ګڼو نورو برخو کي به ورته بیلابیلې پروژې عملي سي.

حاجي دعوت د دهراود او چارچینو خلکو سره ژمنه وکړه چي د هغوی د احوال پوښتلو او ستونزو د حل لپاره به ګڼ نور سفرونه هم ترسره کوي او لاسنیوي ته به یې دوام ورکړي.

په ورته وخت کي د ارزګان ولایت د  دهراود او چارچینو سلګونو کسانو د ارزګان له والي او امر بالمعروف مسوول څخه مننه وکړه چي د هغوی له حالت او ستونزو څخه یې له نژدې لیدنه وکړه.

دوی وویل، دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري او ترڅنګ یې باید د هغوی د ولسوالیو لویې لارې جوړي، روغتیایې مرکزونه ورته فعاله او مخابراتي شبکې ورته خدمات پيل کړي.

دوی ژمنه وکړه چي تل به د اسلامي امارت سره همکاره وي.

نیټه:۱۴۴۳/۸/۱ هـ ق