د ارزګان د اوبو رسولو ریاست مسوولینو دهراود کي د اب میتر له مرکزه لیدنه وکړه.

د ارزګان ولایت د اوبو رسولو چارو ریاست رییس محترم نقي او ددغه ریاست د اوبو د سرچینو د کنترول ادارې مسوول انجینر سمیع الله دهراود ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له هغه مرکز څخه هم لیدنه وکړه، چې د هلمند پر سیند جوړ سوی او د روانو ابو اندازه معلوموي. مسوولینو د اب […]

د ارزګان ولایت د اوبو رسولو چارو ریاست رییس محترم نقي او ددغه ریاست د اوبو د سرچینو د کنترول ادارې مسوول انجینر سمیع الله دهراود ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له هغه مرکز څخه هم لیدنه وکړه، چې د هلمند پر سیند جوړ سوی او د روانو ابو اندازه معلوموي.

مسوولینو د اب میتر په نوم دا مرکز چي دهراود ولسوالۍ کي د هلمند پر سیند جوړ سوی خورا مهم وباله او ژمنه یې وکړه چي ډیر ژر به ددې مرکز ټولي تخنیکي ستونزي هم هواره وي.

د ارزګان د اوبو رسولو ریاست مسوولین وایې، د اب میتر ددغه مرکز له لاري کولای سي چي ټولي تېرېدونکي اوبه اندازه کړي.

په وینایې، تردې مهاله ارزګان کي ۶۸ ملي متره اورښت هم سوی کوم چي د اباد کال راتګ لپاره ښه زیری له ځان سره لري.