نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ارزګان راپور: نیټه ۱۴۴۳/۶/۵ ه ق د ارزګان ولایت داستېناف څارنوالۍ لپاره نوي ټاکل سوي سرپرست رییس نن د یو لړ مراسمو پرمهال ددې ادارې کارکوونکو ته معرفي او خپله دنده یې پېل کړه. د استېناف نوي ټاکل سوي رییس ملا عصمت الله عمر له مرکزي ادارې مننه وکړه، چي پر هغه یې باور وکړ […]
ارزګان راپور: نیټه ۱۴۴۳/۶/۵ ه ق
د ارزګان ولایت داستېناف څارنوالۍ لپاره نوي ټاکل سوي سرپرست رییس نن د یو لړ مراسمو پرمهال ددې ادارې کارکوونکو ته معرفي او خپله دنده یې پېل کړه. د استېناف نوي ټاکل سوي رییس ملا عصمت الله عمر له مرکزي ادارې مننه وکړه، چي پر هغه یې باور وکړ او دغه دروند مسوولیت یې ورته وسپاره. هغه د څارنوالۍ له کارکوونکو وغوښتل چي خپلو چارو ته پر وخت حاضر او دندي مخي ته یې یوسي. نوموړي وویل، لومړیتوب به یې د بې برخلیکه زندانیانو د دوسیو څېړل، د نورو ادارو سره د ښې همږغۍ جوړ ول او دیته ورته نور فعالیتونه وي. د استیېناف څارنوالۍ کارکوونکو هم نوي ټاکل سوي رییس ته د ښه راغلاست تر څنګ ډاډ ورکړ، چي ټولي چاري به د اسلامي امارت د قوانینو مطابق مخي ته وړي. دوی وایې، د تېرو څو میاشتو راهیسې اداره یې بې برخلیکه پاتي وه او اوس خوشحاله دي چي د اسلامي امارت لخوا نوی مسوول ورته ټاکل سوی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.