نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اداري کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون، ترسره شوه. په دې غونډه کې پر لاندې موضوعاتو لکه؛ منقول او غير منقول توکي، په ۳۳ ولایتونو کې د لغوه شوو ادارو د ولايتي واحدونو د […]
د اداري کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون، ترسره شوه.
په دې غونډه کې پر لاندې موضوعاتو لکه؛ منقول او غير منقول توکي، په ۳۳ ولایتونو کې د لغوه شوو ادارو د ولايتي واحدونو د کارکوونکو سرنوشت او معاشونه، د کندهار ولايت د دارالتأديب اړوند مسائل، د پوهنې او کار او ټولنيزو چارو وزارتونو، اداري اصلاحاتو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر اړوندو روزنيزو مسايلو د يادو ادارو د مسلکي او تخنيکي غړو په حضور کې بحث وشو او په هر اړخيز ډول وارزول شول.
همداراز په دې غونډه کې، د جمهوريت روغتون د اصلاحاتو اړوند د ترميماتو، تدارکاتو او ګمارنې کمېټو راپورونه د عامې روغتيا وزارت اړوند د اداري کمېسيون له لوري ګمارل شوو مسوولينو وړاندې کړل.
د اداري کمېسيون د غونډې په پای کې، د يادو موضوعاتو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.#
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.