نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره ۱۴۴۴/ذوالقعده۱۴) د چارو ادارې لوی رياست کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس لاندې ټاکنې ترسره شوې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د حکم پر اساس د کارونو د لا سمون او پرمختګ په مقصد د چارو ادارې […]
الاماره ۱۴۴۴/ذوالقعده۱۴) د چارو ادارې لوی رياست کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس لاندې ټاکنې ترسره شوې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د حکم پر اساس د کارونو د لا سمون او پرمختګ په مقصد د چارو ادارې لوی رياست کې لاندې ټاکنې ترسره شوې ۱- مولوي محمد صابر د پوهنې وزارت د داخلي تفتيش مخکينی رئيس، د چارو ادارې د مالي او اداري مرستيال په توګه. ۲- مولوي محمد رباني ناصح د ننګرهار ولايت مخکينی مرستيال والي، د پروژو د انسجام او څارنې رياست د رئيس په توګه ۳- مولوي عبد الباقي منصور د چارو ادارې د ملي تدارکاتو رياست مخکينی رئيس، د چارو ادارې د دفتر رياست د رئيس په توګه. ۴- مولوي عبد الولي صديقي د چارو ادارې د دفتر رياست مخکينی رئيس، د چارو ادارې د ملي تدارکاتو رياست د رئيس په توګه. ۵- مولوي محمد يوسف سعد د چارو ادارې د سندونو او اړيکو رياست د عريضو او شکايتونو اورېدلو معاونیت مخکينی مرستيال، د حفظ او مراقبت رياست د رئيس په توګه. ۶- مولوی اسلام الدين د پاليسي او ستراتيژي رياست د رئيس په توګه. ۷- مولوی محمد هاشم فرهاد وال د چارو ادارې د بشري سرچينو رياست مخکينی رئيس، د چارو ادارې د اداري فساد سره د مبارزې رياست د شتمنيو د ثبت او بررسي معاونيت د مرستيال په توګه. له الله تعالی څخه دوی ټولو ته د ورسپارل شويو دندو د ښه تر سره کولو توفيق غواړو! د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست ۱۴۴۴/۱۱/۱۴ھ ق ۱۴۰۲/۳/۱۳ھ ش – ۲۰۲۳/۶/۳ م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.