نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د چهارشنبې په ورځ د احمدشاهبابا نړیوال هوايي ډګر د رئیس نقیبالله وفا په مشرۍ په احمدشاهبابا نړیوال هوايي ډګر کي د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي ددې ریاست د اداري او عملیاتي څانګو مسئولینو حضور درلود. غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، […]
د چهارشنبې په ورځ د احمدشاهبابا نړیوال هوايي ډګر د رئیس نقیبالله وفا په مشرۍ په احمدشاهبابا نړیوال هوايي ډګر کي د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي ددې ریاست د اداري او عملیاتي څانګو مسئولینو حضور درلود.
غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، د احمدشاهبابا نړیوال هوايي ډګر رئیس نقیبالله وفا د اداري او عملياتي چارو د ښه همږغۍ او هيوادوالو ته د ددې هوائي ډګر څخه د سفر کولو پرمهال د ښه خدمت او هيواد ته د ژمنتيا په موخه خبري وکړې.
وروسته په نوبت سره د اداري او عملياتي څانګو مسؤلينو اداري غونډي ته د تېرو ورسپارل سویو دندو د کاري اجراآتو راپورونه، راتلوونکي پلانونه، ستونزي او د حل په موخه ئې وړانديزونه شريک کړل.
نقیبالله وفا د ټولو مُدیرانو راپورونه واروېدل او د قدرداني ترڅنګ ئې د کارونو د لا ښه تنظيم، په کارونو کي زياتوالي، ايرلائينونو او مسافرو ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په موخه ورته لازمي سپارښتنې وکړي او ژمنه ئې وکړه، چي د توان او امکاناتو مطابق به د هر ډيپارټمنټ وړاندیزونو او ستونزو ته د حل لار لټوي.
په وروستیو کښي د رياست مقام لخوا هغه کارمندانو ته چي په دنده کښي ئې ښه کړني ترسره کړي وې په ستاينليکونو ونازول او په راتلوونکي کښي ئې هيواد ته د غوره خدمت کولو لپاره وهڅول.
په پای کښي غونډه د دُعاء په ويلو سره پایته ورسيده .
چهارشنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.