نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د دوشنبې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام ته احسانالله، چي د دریو غبرګولیو اولادونو پلار دئ او د دوی د سرپرستۍ توان یې نه درلود، راوغوښت او د کورنۍ حال یې ورڅخه له نژدې وپوښت. په پيل کي احسانالله وویل، چي د روزانې دنده لري او دوې اونۍ […]
د دوشنبې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام ته احسانالله، چي د دریو غبرګولیو اولادونو پلار دئ او د دوی د سرپرستۍ توان یې نه درلود، راوغوښت او د کورنۍ حال یې ورڅخه له نژدې وپوښت.
په پيل کي احسانالله وویل، چي د روزانې دنده لري او دوې اونۍ مخکي یې درې اولادونه وزېږېدل، چي په خبره یې اوس یې د سرپرستۍ توان نه لري او په دې برخه کي یې د کندهار والي څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی احسانالله ته مبارکي وویله، چي خدای «ج» ورته پر یوه ځای درې اولادونه ورکړي او په خپلو خبرو کي یې زیاته کړه، چي دا یې مسئولیت دئ، ترڅو د هر وګړي ستونزي ته پر وخت او ځای رسیدهګي وکړي.
وروستیو کي کندهار والي د احسانالله د دریو اولادونو د یوه کال ټول مصارف په غاړه واخیستل او ددې ترڅنګ یې ورسره نغدي مرسته هم وکړه.
دوشنبه: ۱۴۰۰/۹/۱۵
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.