ګرشک او مارجې  کي څلور تنه ساقيان او موسی کلا کي یو تن غل ونیول سو:

  دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کي درې تنه او مارجې کي یو تن ساقي چي د نشه يي توکو پېر او پلور یې کوی او د ټولني د بدبختۍ سبب ګرځېدل د مسئولینو لخوا د پوره شواهدو سره یوځای ونیول سوه.     خبر زیاتوي چي ولي […]

 

دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کي درې تنه او مارجې کي یو تن ساقي چي د نشه يي توکو پېر او پلور یې کوی او د ټولني د بدبختۍ سبب ګرځېدل د مسئولینو لخوا د پوره شواهدو سره یوځای ونیول سوه.

 

 

خبر زیاتوي چي ولي محمد ولد سیدمحمد چي څه موده وړاندي یې د یو هیوادوال څخه د موسی کلا د یتیم چي په سیمه کي موټرسایکل غلا کړی وو د غلاسوي وسایط سره لاس په لاس ونیول سو.

 

نیول سوي کسان ټول اړوند ارګانو ته تسلیم او دوسیې یې تر څېړني لاندي دي.

 

نېټه: ۱۴۴۳/۷/۲۹ هـ ق