نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یاده غونډه چي تېره ورځ دهلمند ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیریت په اداره کي جوړه سوې وه، د هلمند ولایت دځوانانو چارو عمومي مدیر محترم عبدالباري (حنظله) ترڅنګ ددغه مدیریت اداري کارکوونکو او د ګرشک ولسوالۍ یوشمېر ځوانانو ګډون ګړی وو. د غونډي پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو […]
یاده غونډه چي تېره ورځ دهلمند ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیریت په اداره کي جوړه سوې وه، د هلمند ولایت دځوانانو چارو عمومي مدیر محترم عبدالباري (حنظله) ترڅنګ ددغه مدیریت اداري کارکوونکو او د ګرشک ولسوالۍ یوشمېر ځوانانو ګډون ګړی وو.
د غونډي پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وسو ورپسې د ځوانانو مدیریت مدیر محترم عبدالباري (حنظله) راغلو ځوانانو ته تر ښه راغلاست ویلو ورورسته زیاته کړه چي ځوانان د ټولني د ملا د تیر حیثیت لري، ځوانان د اُمت هغه دفاعي قوه ده چي تل یې د اسلام زرین تاریخ لوړ ساتلی د اسلامي أمت ټولي هیلي او امیدونه په ځوانانو پوري تړلي دي.
وروسته د ځوانانو چارو دهماهنګۍ مدیر محترم محمدنسیم (ریاض) راغلو کسانو ته د ځوانانو د فکري روزني او هماهنګۍ په اړه وینا وکړل، هغه زیاته کړه چي موږ به په پوره توان سره هڅه وکړو ترڅو دګرشک ولسوالۍ ځوانانوته تربیوي او علمي پروګرامونه او غونډي دائیري کړو.
همداراز د غونډي په وروستیو کي د ګرشک ولسوالۍ څخه راغلو ځوانانو د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دځوانانو عمومي مدیریت د هڅو او اهدافو ستاینه وکړل او د ځوانانو د مدیریت سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړل، دوی زیاته کړه د ځوانانو په همږغي کولو کي به له یاد مدیریت سره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.
راغلو کسانو ددغه مدیریت له مسؤلینو څخه وغوښتل ترڅو د ګرشک ولسوالۍ د ځوانانو ستونزو ته پوره توجوه وکړي دوی د ځواناتو له مدیریت څخه غوښتنه وکړل چي د ګرشک ولسوالۍ د ځوانانو، زده کوونکو او محصلینو د علمي سطحي د لوړولو لپاره د یادي ولسوالۍ عامه کتابتون ته ځانګړې پاملرنه وکړي دوی وویل چي دغه کتابتون اوس مهال د کتابونو له نه شتون سره مخ دی.
د غونډي په پای کي د ځوانانو مدیریت د مدیر له لوري یاد ځوانانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل سو.
غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۳ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.