دکندهار ښاروالۍ مرستیال(قاري مسافر): کندهار ښاروالۍ ښاري نظم راوستلو ته پوره ژمنتیالري.

د کندهار ښاروالۍ مرستیال قاري مسافر وایي د ښاري انضباطاتو عمومي مدیریت د خپل دوامداره نظارت پرمهال د ښآري نظم راوستلو په منظور د ښار په مختلفو ناحیو کي دپیاده رونو د ایله کولو په منظور هره ورځ اجرات کوي او په ښار کښي ددکاندارانو جوازونه او دصفایي کتابچي ګوري،ترڅو جوازونه یې اخیستي وي او […]

د کندهار ښاروالۍ مرستیال قاري مسافر وایي د ښاري انضباطاتو عمومي مدیریت د خپل دوامداره نظارت پرمهال د ښآري نظم راوستلو په منظور د ښار په مختلفو ناحیو کي دپیاده رونو د ایله کولو په منظور هره ورځ اجرات کوي او په ښار کښي ددکاندارانو جوازونه او دصفایي کتابچي ګوري،ترڅو جوازونه یې اخیستي وي او صفایي ټکسونه یې تحویل کړي وي.

دښاغلي قاري مسافر په خبره د ښار نظم ورته اولیت لري او په همدې اساس یې څو ځله دکاندارانو ته دپیاده رونو د ایله کولو جواز جوړولو او همدارنګه د صفایي باقیاتو دتحویلولو په اړوند ځله خبر ورکړي دی تر څو د خپلي ښاروالۍ سره د همکارۍ په مورد او ښاري قایمولو په اړوند همکاري وکړئ، داځکه د قاري مسافر په خبره ښاروالي یوه تصدي ده هرڅه د ښاریانو له عوایدو په لاس راوړي اوبیرته یې په مقابل کښي په منظمه توګه سره ورته خدمات برابروي.

سه شنبه /۱۴۴۳/۵/۱۰/ه ق