نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دباختر خبري اژانس د خبریال د خبر له مخي د کندهار زون په کچه دنظامي ابتدائیه محکمې ګډ پلاوی هلمند ولایت مرکز ته راورسېدی. خبر زیاتوي چې دیاد پلاوي دراتګ موخه پدې ولایت کي دملکي اونظامي مسولینوسره دنظامي قضیو څېړنه ده ،او دغه راز دنظامي محکمودطرزالعمل اومقاصدو په اړه دعامه پوهاوي خپرول دي. یاد […]
دباختر خبري اژانس د خبریال د خبر له مخي د کندهار زون په کچه دنظامي ابتدائیه محکمې ګډ پلاوی هلمند ولایت مرکز ته راورسېدی.
خبر زیاتوي چې دیاد پلاوي دراتګ موخه پدې ولایت کي دملکي اونظامي مسولینوسره دنظامي قضیو څېړنه ده ،او دغه راز دنظامي محکمودطرزالعمل اومقاصدو په اړه دعامه پوهاوي خپرول دي.
یاد پلاوی چې مشري یې د یادي محکمې رئیس مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني) کوي دې ولایت ته له راتګ سره سم دهلمند ولایت دملکي اونظامي مسولینوسره په ولایت مقام کي غونډه ترسره کړه.
په جوړه سوې غونډه کي ښاغلي حسیني دنظامي محکمو دارزښت اوفعالیتونو په اړه خبري وکړي او زیاته ئې کړه چي پدې ولایت کي باید نظامي محکمې اومسولین یې په نظامي برخه کي رامنځ ته کېدونکي قضيې په دقیق ډول وڅېړي اوترڅنګ یې هغه کسان چي دعوې ولري او محکموته یې دحل اوفصل لپاره نه وي حاضرسوي پروخت راجلب کړل سي.
همداراز په جوړه سوې غونډه کي د راغلي پلاوي غړي قاضي مولوي عبدالهادي صاحب، د قضیود څېړلو پرمهال دمدعي علیه د راجلبولو اوترڅنګ یې د بندیانوسره پرنېک اوغوره چلند ټینګار وکړ، اود نظامي محکمو اوځایي مسولینویې وغوښتل چي دې برخه کي ریښتني اوپروخت اقدامات ترسره کړي اودخپلو امرائو اطاعت ته پابنده واوسي.
دیادوني ده چي هلمند کي داسلامي امارت له راتګ سره سم پدې ولایت کي عدلي اوقضایي ارګانونوخپل فعالیتونوته ادامه ورکړې اوپه بېلابېلوبرخوکي یې دګڼوهغوکسانوچي،دعوې یې نه وې څېړل سوي دمسولینولخوا ورته پروخت رسیده ګي سوي ده.
نېټه:۱۴۴۳/۷/۶ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.