نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یادي څرګندوني د دوشنبې په ورځ غرمه د کرهڼي، مالدارۍ، عُشر او زکات سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد د کندهار کرهڼي، مالدارۍ، عُشر او زکات ریاست کي د یاد ریاست له مامورینو سره په لیدنه کي وکړې، چي پرمهال د کرهڼي، مالدارۍ، عُشر او زکات وزارت مرستیال مولوي فضلالباري فضلي، د کندهار کرهڼي، مالدارۍ، […]
یادي څرګندوني د دوشنبې په ورځ غرمه د کرهڼي، مالدارۍ، عُشر او زکات سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد د کندهار کرهڼي، مالدارۍ، عُشر او زکات ریاست کي د یاد ریاست له مامورینو سره په لیدنه کي وکړې، چي پرمهال د کرهڼي، مالدارۍ، عُشر او زکات وزارت مرستیال مولوي فضلالباري فضلي، د کندهار کرهڼي، مالدارۍ، عُشر او زکات رئیس مولوي محمود مظلوم او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.
په پیل کي د کندهار د کرهڼي، مالدارۍ، عُشر او زکات ریاست رئیس مولوي محمود مظلوم ددې ریاست د دریو میاشتو راپور شریک کړ، چي زیاته یې کړه، د کرهڼي، مالدارۍ، عُشر او زکات ریاست د وزارت، ولایت مقام، سکتوري ادارو، غیري دولتي موسساتو او نظامي اُرګانونو سره بشپړه همږغي لري او همدارنګه یې په مرکز او ولسوالیو کي د عُلماوو، سپین ږیرو، مخورو، مالدارانو او باغ لرونکو سره د زراعت او مالدارۍ د پراختیا لپاره اړیني غونډي کړي او ورڅخه یې مشورې اخیستي.
مولوي محمود مظلوم وویل، په مرکز او ولسوالیو کي د مځکو او دښتو ساتنه په بشپړه سوې او هم د غصب مخنیوی سوی او په خپلو خبرو کي یې زیاته کړه، تر دې دمه پوري یې ۲۷۲ بزګران په مرکز او ولسوالیو کي ثبت او راجستر کړي او هم یې د دوي د نباتي مرضونو نمونې تشخیص کړي او د شته امکاناتو په موجودیت کي یې ورته په وړیا ډول درمل ورکړي.
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، په مرکز او ولسوالیو کي یې ۶۸ زره بېلابېل حیوانات واکسین او تداوي کړي، په مرکز او ولسوالیو کي یې ۱۴ بابه د چرګانو او غواګانو فارمونه ثبت او راجستر کړي، ۳ زره د حیواناتو غوښو پلورونکو ته یې د خرڅلاو اجازه ورکړې او ددې ترڅنګ یې ۱۰۱۰۱ بزګرانو ته ۵۰۵ ټڼه د غنمو اصلاح سوي تُخمونه وېشلي.
وروسته د کرهڼي، مالدارۍ، عُشر او زکات سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد وویل؛ ځکه یې کندهار ته سفر وکړ، ترڅو دلته د زراعت او مالدارۍ په برخه کي ستونزي او نیمګړتیاوي له نژدې وګوري او بیا ورته ژر تر ژره رسیدهګي وکړي او په خپلو خبرو کي یې وویل، کندهار ته یې د زراعت او مالدارۍ په برخه کي ځانګړې پاملرنه سته او هڅه به وکړي، دلته ټولي ستونزي ژر له منځه یوسي.
مولوي عبدالرحمن راشد زیاته کړه، د هیواد اتیا سلنه خلګ په زراعت او مالدراۍ بوخت دي، چي په خبره یې د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کي هم زراعت او مالداري مهم رول لري او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، هڅه یې داده ترڅو د سته امکاناتو په مټ دې برخه کي ټولي ستونزي له منځه یوسي او زراعت او مالدارۍ ته پرمختګ ورکړي.
مولوي عبدالرحمن راشد د خپلو خبرو په وروستیو کي ټولو مامورینو ته ډاډ وړاندي کړ، چي د مسلکیتوب او تجربو څخه به یې په اړوندو برخو کي پوره ګټه اخلي.
د غونډي په وروستیو کي د کرهڼي، مالدراۍ، عُشر او زکات وزارت مرستیال فضلالباري فضلي وویل، ولس ډېر ځورېدلی، نو د نورو برخو کي ترڅنګ د زراعت او مالدارۍ په برخه کي ښو خدماتو ته زیاته اړتیا لري، چي په خبره یې لومړنۍ هڅه یې داده، ترڅو هیواد د زراعت او مالدراۍ په برخه کي بډایه کړي او دې برخو ته پرمختګ ورکړي.
دوشنبه: ۱۴۰۰/۹/۱۵
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.