دکرنې وزیر د ترکیې ستر سوداګریز شرکت «موسیات» چارواکو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱)دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د ترکیې ستر سوداګریز شرکت «موسیات» رییس فاتح بیک او یوشمېر چارواکو سره دکتنې په ترڅ کې پر سوداګریزو برنامو خبرې اترې وکړې. ددې شرکت د چارواکو په خبره موسیات، ستر سوداګریز شرکت دی، چې د کانونو، لمریزې انرژۍ، اوبولګولو، مالدارۍ، کرنه، […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱)دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د ترکیې ستر سوداګریز شرکت «موسیات» رییس فاتح بیک او یوشمېر چارواکو سره دکتنې په ترڅ کې پر سوداګریزو برنامو خبرې اترې وکړې.
ددې شرکت د چارواکو په خبره موسیات، ستر سوداګریز شرکت دی، چې د کانونو، لمریزې انرژۍ، اوبولګولو، مالدارۍ، کرنه، کیمیاوي سرې، بذري تخمونو او د څاڅکي سیسټم اوبولګولو په برخه کې د نړۍ په څه باندې ۹۰ هېوادنو کې فعالیت لري.
په دې کتنه کې د موسیات شرکت رییس فاتح بیک وویل: «موږ راغلي یو چې تر مطالعې وروسته پآنګونه وکړو، خو تاسو یې موږ ته زمینه برابره کړئ.»
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر وویل: «له ترکیې سره زموږ مناسبات له پخوا ښه دي، هیله لرو چې د سوداګرۍ په برخه کې لا ښه شي او زموږ محصولات په مستقیمه توګه زموږ له هېواد څخه و پېرل او نړیوال بازار ته لار پیدا کړي، اوس چې امنیت ټینګ دی لوی سوداګریز شرکتونه کولای شي، چې دکرنې په برخه کې پانګونه وکړي.»
مولو عمري دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په بېلابېلو برخوکې پر پانګونې د ټینګار ترڅنګ وویل، چې موږ د کار او سوداګرۍ زمینه برابروو، د افغانستان د اوصولو مطابق د کار زمینې هم تاسو او هم نورو خلکو ته چې ګټور وي برابروو.
دکرنې وزارت مشرتابه هلې ځلې کوي، چې په بېلابېلو برخو کې ملي او نړیوال پانګوال وهڅوي، چې دکرنې او مالدارۍ د ودې په برخه کې پانګونه وکړي.