نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۴) دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د ننګرهار په ولایت کې د څاڅکي سیسټم اوبوخور بڼونو په پرانیست غونډه او د څاڅکي اوبوخور سیسټمونو څخه دلیدنې پر مهال له پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي او دکرنې وزارت دوی ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو له ډلې […]
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۴)
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د ننګرهار په ولایت کې د څاڅکي سیسټم اوبوخور بڼونو په پرانیست غونډه او د څاڅکي اوبوخور سیسټمونو څخه دلیدنې پر مهال له پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي او دکرنې وزارت دوی ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو له ډلې د ځمکې اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی. په هغه غونډه کې،چې د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو او یوشمېر پانګوالو په حضور کې په سل جریبه ځمکه کې د څاڅکي اوبوخور سیسټم د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه او د هغو بڼونو څخه چې د څاڅکي په سیسټم خړوبېږي د لیدنې پر مهال دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري له خصوصي سکټور څخه دکرنې وزارت ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه: «موږ په خپل هېواد کې ډېر زیات امکانات لرو، چې په وروستیو سو لسیزو کې د جګړې او نورو ستونزو له وجې مو ورته لاس رسی نه درلودل، خو تر وفتحې وروسته په دې وروستی یو نیم کال کې له امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په موخه وضعیت ډېر ښه شوی دی او له دغو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې اساسي ونډه زموږ د پانګوالو ده.» ښاغلی عمري دغه راز له پانګوالو وغوښتل، چې رادې شي او له کوم خطر او ګواښ پرته دې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي:«موږ دکرنې په وزارت کې په هره کچه ځمکه چې دوی ورته اړتیا ولري د دوی په اختیار کې ورکوو او ترڅنګ یې هر ډول اسانتیاوې هم ورته برابروو. دکرنې وزارت د کرنې د پراختیا صندوق لري، چې له دې لارې سوداګر چې څومره پیسې وغواړي ورته برابروي ترڅو دوی راشي او د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، چرګانو روزنې، بڼوالۍ او نورو سکټورونو کې پانګونه وکړي.» په همدې حال کې یوشمېر هغه پانګوال چې په بڼونو کې د څاڅکي اوبوخور بڼونو په جوړولو کې یې پانګونه کړي دي، د کرنې له وزارت څخه د اسانتیاوو برابرولو په ځانګړې توګه د پانګونې په پار دوی ته دځمکې اسانتیاوو برابرولو په موخه دکرنې له وزارت څخه مننه وکړه او د خپلو بڼونو د لا پراختیا په پار د ا.ا.ا د ملاتړ او همکارۍ غوښتونکي شول. د سپین غر شرکت تخنیکي مسوول محمد غزیر سعیدي وویل: «موږ نږدې پنځه کال وړاندې په ننګرهار کې د څاڅکيی ابوخور سیسټم څخه کار واخیست، په دې وخت کې هیڅ څوک باور نه درلود، چې دا سیسټم بریالی شي او ښه پایله ورکړي، خو موږ په دې بڼه پنځه سوداګریز بڼونه جوړ کړل، چې پایله یې غوره وه، په همدې موخه نور خلک هم وهڅېدل او د څاڅکي اوبوخور په سیسټم یې بڼونه جوړ کړل.» د ننګرهار ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دمګړۍ په ننګرهار کې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال څه باندې ۵۰۰ جریبه بڼونه جوړل شوي دي او دا لړۍ روانه ده. په همدې حال کې د ننګرهار د کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د ابادۍ او زرغونتیا په پار د کرنې وزارت پر هلو ځلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «په کوم ځای کې، چې موږ یو په وروستیو لسیزو کې په کې کوم کار نه دی شوی، ویجاړه پاتې وه، خو اوس داسیمه اباده شوې ده، او په کې بڼونه جوړ شوي دي، د هېواد ابادۍ او زرغوتیا په پار زموږ هلې ځلې روانې دي او له خلکو هم غواړو چې په دې برخه کې دې له موږ سره همکاري وکړي.»
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.