دکرنې او مالدارۍ وزیر د FAO او د نړیوال بانک د کرنې چارواکو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړ او کرنې ادارې «FAO» استازی ریچارډ ټرانچارډ او د نړیوال بانک دکرنې برخې استازې مېرمن نټالیا او رامز سره د کتنې په ترڅ کې د همکاریو پر دوام او پر نویو پروژو خبرې اترې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړ او کرنې ادارې «FAO» استازی ریچارډ ټرانچارډ او د نړیوال بانک دکرنې برخې استازې مېرمن نټالیا او رامز سره د کتنې په ترڅ کې د همکاریو پر دوام او پر نویو پروژو خبرې اترې وکړې.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په دې کتنه کې وویل: «د افغانستان خلک همکارۍ ته اړتیا لري، او غوره لار یې کرنه ده، افغانستان حاصل خېزه ځکه، ډېرې اوبه او دکرنې لپاره مناسبه هوا لري، خو ډېر لږ امکانات لري.»
مولوی عمري زیاته کړه: «زموږ بزګران دکرکیلې، حاصل ټولولو او بازار ته د محصولاتو د وړاندې کولو په برخه کې په ابتدایي ډول کار کوي، موږ باید په معیاري بڼه کرکېله وکړو، په اسټنډرډ ډول حاصلات راټول او په مصوون ډول یې بازار ته وړاندې کړو.»
په همدې حال کې د نړیوال بانک دکرنې مسوول مېرمن نټالیا په دې کتنه کې وویل: «نړیوال بانک کې زموږ لومړیتوب کرنه او دفغانستان خلک دي، موږ غواړو چې خپل کاري محدودیتونه لرې کړو، او د کروندګرو تولیدات ډېر کړو، خو اوس زموږ ډېری تمرکز په اوبولګولو دی، ترڅو د افغانستان ځمکنۍ اوبو او وچکالۍ ته په کتو د لمریزو واټرپمپونو له لارې د اوبولګولو چارې تنظیم کړو.»
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» استازی ریچارډ ټرانچا د همکاریو پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل: «د لنډ مهالو مرستو ترڅنګ افغانستان بنیادي او اوږدمهالو مرستو ته اړتیالري، دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره به په سختو شرایطو کې له تاسو سره وي، ۷۰ سلنه مرستې دنړیوال بانک له خوا ترسره کېږي او زموږ د همکارانو له خوا پلي کېږي.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره «FAO» د ملګرو ملتونو یو تخصصي اداره ده، چې د لوږې سره د مبارزې نړیواله مبارزه رهبري کوي. ددې ادارې موخه د خوړو خوندیتوب او د فعال او سالمه ژوند لپاره باکیفیته خوړو ته د خلکو لاس رسی دی.