نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بذري تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني او د څېړنیو لوی ریاست د څېړنیو د برخې د کاري کمېټې غړی مجیب الرحمن عارفي د خوړو خوندیتوب په کنفرانس کې، چې د اسلامي همکاریو ادارې له خوا په پاکستان کې دائره شوې وه […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بذري تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني او د څېړنیو لوی ریاست د څېړنیو د برخې د کاري کمېټې غړی مجیب الرحمن عارفي د خوړو خوندیتوب په کنفرانس کې، چې د اسلامي همکاریو ادارې له خوا په پاکستان کې دائره شوې وه ګډون وکړ. یاد کنفرانس، چې د اسلامي همکاریو د خوړو خوندیتوب ادارې له خوا دائره شوې وه په کې د افغانستان ترڅنګ د مراکش، تونس، ترکیې، ایران، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان هېوادونو او د پاکستان څېړنیزې مؤسسې ICARDA, CIMMYT, ACSAD, ICBA په حضوري او انلاین بڼه ګډون او فعاله ونډه درلودل. په دې کنفرانس کې، چې د متخصصینو د درې ورځنۍ غونډې تر عنوان لاندې دائره شوې وه، د اقلیمي بدلونو د غېزو په برخه کې، د غنمو د اصلاح او خوړو خوندیتوب په برخه، په افغانستان کې د غنمو په موخه پر ځانګړې برنامې، د غنمو اصلاح او د غنمو د ضروري عناصرو لوړول، د اقلیمي بدلونو پر وړاندې دغنمو مقاومت، د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا څرنګوالی، اقلیمي بدلونونه او د خوړو پر خوندیتوب یې پر اغېزو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې، او پرېکړه وشوه، چې د افغانستان په څېر هېوادونه چې له وچکالۍ سره مخ دی، ورته له وچکالۍ سره د مقاومو بذري اصلاح شویو تخمونه چمتوشي، چې په دې سره د خوړو پر خوندیتوب د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د اغېزو کچه ټيټه شي. ددې کنفراسن ګډونوالو په یادو برخو کې خپل پرمختګونه او کړنې مطرح او د خوړوخوندیتوب په پار یې خپلې مشخصې طرحې هم وړاندې کړل. دغه راز په دې کنفرانس کې د افغانستان دستونزو په هکله هم خبرې وشوې او په کې ژمنه وشوه، چې د اسلامي همکاریو ادارې له خوا د افغانستان د ستونزو دحل په پار به هلې ځلې کېږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.