دکابل ښاروالۍ لخوا درمل پلورلو د یوه سوداګریز مارکیټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲) د پنځلسمې ناحیې اړوند د پروان هوټل درمل پلورونکو تر څیرمه د( کابل درمل پلورلو سوداګریز مرکز) په نامه د یوه سوداګریز مارکیټ چارې بشپړې او د کرنې او اوبو لګولو د وزیر مولوي عطاالله عمري، د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم، د […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲) د پنځلسمې ناحیې اړوند د پروان هوټل درمل پلورونکو تر څیرمه د( کابل درمل پلورلو سوداګریز مرکز) په نامه د یوه سوداګریز مارکیټ چارې بشپړې او د کرنې او اوبو لګولو د وزیر مولوي عطاالله عمري، د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د درملو د خدمتونو ټولنې د مرستیال محمد اسحاق اسحاق زي او د یاد مارکیټ د مسئول مهندس محمد قاسم سادات له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد مارکیټ په ( ۳۹۴۴) متر مربع ځمکه او دوه پوړونو کې د تقریبا ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه د خصوصي سکټور په ګډون جوړ شوی او تر دریو کلونو پورې به ترې په میاشتنۍ توګه (۴۵۰۰۰۰) افغانۍ عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته استول کیږي.
د دې مارکیټ په لومړي پوړ کې د درمل پلورلو ۷۰ هټۍ، په دویم پوړ کې ۳۰ کاري دفترونه او په دریم پوړ کې یو جومات چې په یوه وخت د ۱۳۰ تنه لمونځ کوونکو ځای لري ، جوړ شوي دي.
په یاد مارکیټ کې د وسایطو پارکینګ، تشنابونه، د اور وژنې وسایل او نورې آسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.