نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
هلمند والي محترم عبدالاحد طالب صاحب د یو پلاوي په مشرۍ بهرامچې ولسوالۍ ته سفر وکړ او پرون یې هلته د دیني عالمانو، مسئولینو ، مجاهدینو او قومي مشرانو په یوه ستره غونډه کې ګډون وکړ. هغه غونډه چې د یاد پلاوي د ورتلو په مناسبت جوړه سوې وه د قران عظیم الشان د څو […]
هلمند والي محترم عبدالاحد طالب صاحب د یو پلاوي په مشرۍ بهرامچې ولسوالۍ ته سفر وکړ او پرون یې هلته د دیني عالمانو، مسئولینو ، مجاهدینو او قومي مشرانو په یوه ستره غونډه کې ګډون وکړ.
هغه غونډه چې د یاد پلاوي د ورتلو په مناسبت جوړه سوې وه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.
ورپسې د هلمند ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست رئیس محترم مولوي عبدالحي عمري صاحب د بهرامچې مجاهد ولس ته د ورستیو فتوحاتو تر مبارکۍ ویلو وروسته د هغوی هڅي او قربانۍ وستایلې او د تېر شل کلن جهاد په بهیر کې یې د هغوی دبنسټیز رول او اغېز یادونه وکړه.
نوموړي وویل چې دیني عالمان دي د خلګو د اسلامي تربیې د پیاوړي کولو او د عقیدوي اصلاح په برخه کې بشپړه مبارزه وکړي. هغه دیني عالمان وخپل مسئولیتونو ته متوجه کړل .او په ځانګړي ډول یې د فقهي مجالسو د فعال ساتلو په برخه کې ارزښتاناکه خبري او سپارښتنې وکړې.
وروسته دهلمند والي محترم طالب مولوي صاحب خپل ارزښتناکه وینا د بهرامچې مجاهد او جهادپال ولس ته واوروله.
نوموړي د وروستیو فتوحاتو تر مبارکۍ ویلو وروسته وویل.
چې هېواد وال دي د پخوا په څېر د اسلامي امارت سره خپل ملاتړ جاري وساتي او مجاهدین دي یوازي نه پرېږدي.نوموړي د ولس ملاتړ ډېر اړین وګڼی او زیاته یې کړه چې په دې شل کلن تاریخي جهاد کې د دې قهرمان ولس بنسټیزه برخه درلودل د هېرېدو خبره نه ده. دهمدې ولس مېړانه او غیرت وو چې و موږ ته یې د جهاد انرژي را وبخښله. هغه په تاکید سره وویل چې مجاهدین ولس او ولس مجاهد دی. زموږ ترمنځ د تفرقو خبري د دښمن دسیسې دي چې هیڅکله به بریالۍ نسي.
والي صاحب د دیني عالمانو څخه وغوښتل چې د امارت د نائبانو په صفت خپل بشپړ کردار ادا کړي ، او د افغان نوي نسل د ذهني تربیې د پیاوړي کولو لپاره تر وسه وسه کار وکړي. هغه د مسلمانانو عقیدوي او روحاني تربیه د علماءکرامو دنده وبلل او په دې اړه یې مفصل بحث وکړ.
نوموړي د مجاهدینو ومسئولینو ته هم سپارښتنه وکړه چې د خپل ولس سره د ښه چلند او ترحم تر څنګ ددښمن و دسیسو او شریرو فعالیتونو ته هم متوجه وي او هیڅکله دي غفلت نکوي.هغه د صفوفو د تصفیې په اړه هم ارزښتناکه خبري وکړې.
غونډه د اختتامیه دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.