نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د جنوبي ولسوالیو دپاره د ولایت مقام څخه لوړ پوړی باصلاحیته پلاوی نن د دوهمي ورځي دپاره هم په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاته سو. دغه لس کسیز پلاوی چې په رأس کې یې د ولایت مقام ځانګړی استازی محترم حاجي مبارک مولوي صاحب قرار لري ، او د پلاوي په ترکیب کې د یو شمېر […]
د جنوبي ولسوالیو دپاره د ولایت مقام څخه لوړ پوړی باصلاحیته پلاوی نن د دوهمي ورځي دپاره هم په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاته سو.
دغه لس کسیز پلاوی چې په رأس کې یې د ولایت مقام ځانګړی استازی محترم حاجي مبارک مولوي صاحب قرار لري ، او د پلاوي په ترکیب کې د یو شمېر نورو ادارو ، لکه امنیه قومانداني،استخبارات،مرافعه محکمه،اطلاعاتو فرهنګ،دعوت ارشاد،زراعت،صحت،محابس، او سمع شکایات استازي هم شامل دي ، نن سهار د یادي ولسوالۍ د مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه ، او هلته یې د بندیانو سره د دوی د دوسیو د څېړلو او د هغو دپاره د چټک حل د لارو چارو په اړه اغېزمني خبري وکړې.
د بندیانو په ستونزو او مشکلاتو یې ځان خبر کړ، او ډاډ یې ورکړ چې د مشکلاتو د حل کولو دپاره به اړین اقدامات تر سره کړي.
وروسته یاد پلاوي د علماء کرامو په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د پلاوي د راتلو په مناسبت د ولسوالۍ په مرکزي مسجد جامع کې جوړه سوې وه ، غونډه کې د علماء کرامو په نمایندګۍ یو تن جید عالم پلاوي ته ښه راغلاست ووایه ، او د وروستیو فتوحاتو د مبارکۍ ویلو تر څنګ یې یو لړ وړاندیزونه او غوښتني د یاد پلاوي په حضور کې مطرح کړې ، چې دپلاوي د خوا ورته د غور کولو ډاډ ورکول شو.
وروسته راغلي پلاوي د ګرمسېر ولسوالۍ د مرکز او مختلفو سیمو د قومي مشرانو او بانفوذه خلګو سره ناسته وکړه ، او د خلګو څخه یې وغوښتل چې خپل هغه مغلق مسایل چې د پلاوي د مسئولیت مربوط جوړېږي ، په ښه اطمنان او ازاده فضا کې ودوی ته وړاندي کړي ، چې د حل پر لارو چارو یې غور وشي.
پلاوي د خلګو هغه ستونزي او حقوقي مقدمات چې د پلاوي سره یې تعلق درلودی په پوره اطمنان سره وڅېړلې ، چې تر ډېره حده یې مسایل حل شول، خو هغه بعضي مسایل چې د لوړو مقاماتو مربوط جوړېدل هغه یې په لیکلي ډول ثبت ، او ډېر ژر به د ولایتي ادارې له خوا د عالي ادارې سره شریک کړی شي.
پلاوي د ورځي په اوږدو کې د ګرمسېر ولسوالۍ د نظامي او ملکي ادارو د مسئولینو ، د محکمې د قاضیانو ، او عامو مجاهدینو سره په جلا جلا ډول وکتل ، او د خلګو د ستونزو پر حل لارو ورسره وږغېدل ، او همدارنګه یې د دوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدلې. او ډاډ یې ورکړ چې د اړوند مراجعو سره به یې پر خپل وخت باندي شریک کړي.
په وروستیو کې د یاد پلاوي دخوا و ټولو مجاهدینو ته جدي سپارښتنه وسوه ، چې د ولایت مقام د هدایت موافق دي د طرز العمل سره سم درې ورځي مسلسل اصلاحي سېمنارونه جوړ کړی شي ، او په یادو سېمنارونو کې د ټولو مجاهدینو شرکت کول لازم او اړین دی.
تاریخ:۱۴۴۳/۳/۶ هق
۲۰۲۱/۱۰/۱۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.