نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ده فراه ولایت څخه د ولسوالیو د ستونزو د حل په موخه ټاکل سوی باصلاحیته هیئت د خپل سفر په جریان کې نن ورځ د ګلستان ولسوالی ته ورسېد یاد باصلاحیته پلاوي، چې د ولایت مقام د ځانګړي استازي ښاغلي سعید مولوي صاحب په مشرۍ د فراه ولایت ملي امنیت ریاست، مرافعه محکمې، کرهڼې […]
ده فراه ولایت څخه د ولسوالیو د ستونزو د حل په موخه ټاکل سوی باصلاحیته هیئت د خپل سفر په جریان کې نن ورځ د ګلستان ولسوالی ته ورسېد
یاد باصلاحیته پلاوي، چې د ولایت مقام د ځانګړي استازي ښاغلي سعید مولوي صاحب په مشرۍ د فراه ولایت ملي امنیت ریاست، مرافعه محکمې، کرهڼې ریاست، عامې روغتیا ریاست، امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، امنیه قوماندانۍ څخه جوړ او ټاکلي شوي وه، ده ګلستان ولسوالي د شته ستونزو د څېړني او حل لارو چارو پیداکولو په موخه د یادې ولسوالي مرکز ته تللي.
دوی لومړی له سیمه ایيزو علماؤ کرامو قومي مخورو او همدارنګه د قضاء او نورو ملکي او نظامي ادارو له مسؤلینو، مجاهدینو، عامو وګړو سره ولیدل او پر بیلا بېلو موضوعاتو او اړینو مسایلو یې خبري وکړي
له هر اړخیزو ویناوو څخه وروسته یې پر یو لړ امنیتي، قضائیه، حقوقي او امتیازي مادو باندې لازم چمتوالی ونیول او ټولو مسؤلینو ته یې په دندو کې له بې غورۍ څخه ډډه، پر وخت حاضریدلو او له خلکو سره د ښه سلوک کولو باندې ټینګار او لازمې سپارښتنې وکړلې..
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.