نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکي د افغانستان نوموتي نعت خوان او د اسلامي امارت خوږ ژبي ترانه ویونکي،دترنم په اسمان کي ځلانده ستوري محترم الحاج مولوي فقیرمحمد دروېش صاحب د هلمند ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د رئیس محترم حافظ عبدالباري حافظ راشد صاحب او نورو مسئولینو سره […]
نن له غرمې مخکي د افغانستان نوموتي نعت خوان او د اسلامي امارت خوږ ژبي ترانه ویونکي،دترنم په اسمان کي ځلانده ستوري محترم الحاج مولوي فقیرمحمد دروېش صاحب د هلمند ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د رئیس محترم حافظ عبدالباري حافظ راشد صاحب او نورو مسئولینو سره یې د نږدې ولیدل.
ښاغلی دروېش نن په داسي حال کي یاد ریاست ته ورغی چي تکړه نعت خوانانو هر یو محترم عزيزي صاحب او محترم حکیمي صاحب یې هم ملتیا کوله.
په دې لیدنه کي ښاغلي دروېش صاحب د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د فعالیتونو او لاس ته راوړنو په اړه معلومات ترلاسه کړه او هغه یې وستایله.
نوموړي د نظام له پاره د مطبوعاتو پر ارزښت خبري وکړې او مطبوعات یې د نظام ژبه وبلل.
هغه وویل مطبوعات د یو نظام له پاره حیاتي ارزښت لري.کوم نظام یا بنسټ چي مطبوعات ونلري او یا کمزوري وي نو هغه نظام یا بنسټ د ګونګي انسان په څېر وي.او هيڅکله په داخل او بهر کي ځلېدلای نسي.
هغه د اطلاعاتو فرهنګ درئیس هڅي وستایلې.
او هغه یې وهڅوی ترڅو په فرهنګي ډګر کې نور هم مخ ته ولاړسي او د هېواد تاریخ او فرهنګ ته نه ستړي کېدونکي خدمتونه وکړي.
ښاغلي دروېش د هلمند د ملي رادیو ټلوېزون سره د خبرو پر مهال وویل چي هلمند ته د راتلو هدف یې دادی چي په یوشمېر پرګرامونو کي ګډون وکړي.
هغه هلمند د شل کلن اشغال پر ضد د مبارزې ستر سنګر یاد کړ او د هلمندیانو قربانۍ او مبارزې یې وستایلې.
نوموړي وویل په پام کي لري هلمند ته نور سفرونه هم وکړي.
دیادولو ده چي ښاغلی دروېښ څه موده وړاندي هم هلمند ته راغلی وو چي داشغال دخاتمي پر مشاعره کې یې ګډون کړی وو.
نېټه:۱۴۴/۷/۷ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.